ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت طالبانو ته د سياسي دفتر له فعاليدو سره مخالفت وښود

افغان حکومت طالبانو ته د سياسي دفتر له فعاليدو سره مخالفت وښود

author avatar
5 May 2015 - 15:29
افغان حکومت طالبانو ته د سياسي دفتر له فعاليدو سره مخالفت وښود
author avatar
5 May 2015 - 15:29

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د بهرنيو چارو وزارت په قطر کې د اسلامي امارت په نامه د طالبانو د دفتر د بيا پرانيستې په اړه وايي افغانستان يو مشروع دولت او حکومت دى چې ولسي حکومت لري او تل به يو حکومت وي.

 د قطر دوه ورځنى کنفرانس د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې د شنبې په ورځ (د غويي ١٢مه) په قطر کې جوړ شوى و چې د طالبانو او د ګلبدين حکمتيار اسلامي حزب د استازو تر څنګ، د افغان پلاوي په ترکيب کې د ملي شورا، سولې شورا، سياسي ګوندونو او مدني ټولنې غړي ورغلي وو.

د طالبانو د پلاوي يوه غړي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په دې ناسته کې د افغانستان استازو له هغوى غوښتنه وکړه چې د اوربند هوکړه ورسره وکړي، خو د دغه غړي په وينا چې د دوى ډله به تر هغو له جګړې لاس وانه خلي چې ټول بهرني ځواکونه په بشپړه له هېواده ونه وځي.

د دې رسنيو د راپور پر بنسټ، د ناستې ګډونوالو هوکړه کړې چې طالبان دې خپل دفتر په قطر کې بېرته پرانيزي.

د طالبانو دفتر په ٢٠١٣ کال کې په قطر کې پرانيستل شو، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د مخالفت له امله بېرته وتړل شو.

د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغان حکومت رسمي چارواکي هم د قطر غونډې ته بلل شوي وو، خو ګډون يې په کې ونه کړ.

د دغه وزارت وياند شکېب مُسغني نن په يوه خبري غوڼډه کې وويل چې دا ناسته غير رسمي وه، نو ځکه خو په کې د حکومت رسمي چارواکو ګډون ونه کړ او له افغانستان نه ورغلو شخصيتونو په کې په شخصي توګه ګډون کړى و.

نوموړي د قطر دفتر د بيا پرانيستې په اړه وويل چې د افغانستان د حکومت دريځ په ځانګړي ډول په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستې په برخه کې روښانه دى، افغانستان يو مشروع دولت او حکومت لري او ولسي ملاتړ لري، تل به يو حکومت او دولت ولري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړ چې د سولې د عملي خبرو اترو د پيل په برخه کې د افغان دولت هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د نړيوالو چارو سلاکار اسماعل قاسميار وايي چې طالبانو د قطر په ناسته کې د خپل دفتر د پرانيستې وړانديز کړى، خو په دې اړه لا هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دولت بايد د سولې د راوستو او جګړې د پاى ته رسولو لپاره د طالبانو يو لړ غوښتنې او وړانديزونه ومني.))

قاسميار زياته کړه، په داسې حال کې چې د اوربند وړانديز د طالبانو له لوري رد شوى، خو د سولې عالي شورا هيله لري چې په راتلونکي کې دا ډول ناستې وکولى شي چې د سولې د راوستو لپاره زمينه مساعده کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.