ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي

د کندهار چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي

author avatar
5 May 2015 - 13:16
د کندهار چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي
author avatar
5 May 2015 - 13:16

کندهار ښار ( پژواک، ١٥ غويى ٩٤ ) : په کندهار ښار کې تر يوه وسله وال بريد وروسته په يوه چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غويي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولس نيمو بجو د څوارلسمې حوزې اړونده د بلال روغتون مخې ته رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسله والو په ياده سيمه کې پر يوه دوکاندار ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

خپلواک وايي، کله چې پوليس دې سيمې ته دپلټنو لپاره راځي، نو په ياد دوکان کې چاودنه کېږي.

ده وويل چې په دې چاودنه کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

د ذبيح الله په نامه يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې وسله والو د دوکاندار تر وژلو وروسته له سيمې پښې سپکې کړې دي.

د هغه په وينا، کېداى شي په دوکان کې چاودېدونکي توکي همدې وسله والو ايښي وي.

ددولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.