ميدان ښار (پژواک، ۱۵ غويى ۹۴): د ميدان وردګو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه له جوړ شوي شل بستريز روغتون څخه ګټه نه اخيستل کېږي.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا اووه مياشتې وړاندې د روږدو کسانو د درملنې په موخه يو روغتون جوړ شوی خو تر دې مهاله ترې هېڅ ګټه نه اخيستل کېږي.
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر دى، خو تر اوسه ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
امان الله وايي چې په دغه ولايت کې د ودان له خوا يو بل شل بستريز روغتون هم فعاليت کوي، خو د روږدو کسانو د شمېر د زياتوالي له امله يې پر وخت درملنه نه کېږي.
هغه زياته کړه: ((ورور مې پر چرسو روږدى شوى او د درملنې په موخه مې څو ځلې د ودان روغتون ته مراجعه وکړه، خو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې نوبت نه را رسېږي.))
د ميدان وردګو ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ذبيح الله فضلي وايي، په دغه ولايت کې اوس مهال د ۲۰ زرو په شاوخوا کې کسان پر بېلابېلو نشو اخته شوي او درملنې ته اړتيا لري.
ده پژواک ته وويل، د ودان په نوم د روږدو کسانو روغتون د دريو مياشتو په موده کې يواځې د شل روږدو کسانو درملنه کوي، خو په ياده موده کې دغه روغتون ته د ۲ زرو په شاوخوا کې کسان مراجعه کوي.
د هغه په وينا، د اړوند وزارت له خوا د دې ستونزې د حل په موخه اووه مياشتې وړاندې بل شل بستريز روغتون هم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دى وايي چې دوى دغه روغتون د ولايت د عامې روغتيا رياست ته په رسمي توګه سپارلى دى.
د ميدان وردګو د عامې روغتيا رييس ډاکتر غلام فاروق مخلص پژواک ته تاييد کړه چې شاوخوا اووه مياشتې وړاندې ورته د روږدو کسانو د درملنې په موخه جوړ شوی روغتون سپارل شوی دی.
هغه زياته کړه چې د دغه روغتون لپاره يې هماغه مهال له وزارت څخه اداري تشکيل هم اخيستی خو د والي او وزير د سرپرستۍ له امله يې د ولسمشر په حکم مقررۍ بندې او کسان ورته په دنده نه دي ګومارل شوي.
مخلص وايي، هغه مهال چې دوی ته پر دندو د کسانو د ګومارلو اجازه ورکړل شي نو دوی به د ازادې سيالۍ په ترڅ کې وړ کسان د دغه روغتون لپاره پر دندو وګوماري چې په ترڅ کې په شته ستونزه هم حل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن