جلال اباد (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په "لاندې باسول" سيمه کې پر وسله والو هوايي بريد شوی دی.
مشرقيوال زياته کړه چې په دغه بريد کې د طالب قوماندان "داوود" په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او د سيمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د مشريقيوال په خبره، دغو وسله والو په ياده ولسوالۍ او د تورخم پر لويه لاره د بريدونو د ترسره کولو هوډ درلود خو موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شول.
د مومند درې ولسوالۍ اوسېدونکي الفت الله پژواک اژانس ته وويل چې د لاندې باسول په سيمه کې پر وسله والو بريد شوی چې ډېره مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
د نوموړي په خبره: ((له خلکو مو واورېدل چې څو طالبان له دې سيمې تېرېدل چې بې پيلوټه پرې بريد وکړ، وروسته سيمې ته نور وسله وال د مړو د اوچتولو لپاره ورغلي چې پر هغوی هم هوايي بريد شوی.))
د ده په وينا، په دغو بريدونو کې تر ۱۵ ډېر وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د مومند درې ولسوال په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
د يادولو ده، وړمه ورځ هم د يادې ولسوالۍ په لاندې باسول سيمه کې د د ورته هوايي بريد په ترڅ کې د چارواکو په خبره، د طالب قوماندان "نثار" په ګډون ۱۲وسله وال وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن