ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو ٧٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي

پوليسو ٧٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي

author avatar
5 May 2015 - 15:27
پوليسو ٧٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي
author avatar
5 May 2015 - 15:27

جلال اباد- پل علم (پژواک، ۱۵ غويى ۹۴): د ننګرهار او لوګر چارواکي وايي چې په بېلابېلو عملياتو کې يې نږدې ٧٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د پل علم اړوند د التمور په سيمه کې له يوه تونس موټره ٥٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

دى وايي چې په دې نشه يي توکو کې چرس، هيرويين او ترياک شامل دي.

هغه زياته کړه چې په موټر کې درې قاچاقچيان سپاره وو او غوښتل يې دغه نشه يي توکي له ننګرهاره د غزني له لارې کندهار ته ولېږدوي.

د نوموړي په وينا، دوه تنه يې له پوليسو سره تر لږ مقاومت وروسته په تېښته بريالي شوي او د موټر چلوونکى نيول شوى دى.

بلخوا د ننګرهار ولايت امنيتي موظفينو هم لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په خبري کنفرانس کې وويل چې دا توکي يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوږياڼو او بهسودو په ولسواليو کې نيولي دي.

شېرزاد وويل: ((پوليسو په خوږياڼو ولسوالۍ کې ۱۶۴ کيلوګرامه ترياک له يوه لېږدوونکي سره  او بهسودو په ولسوالۍ کې ۳۰ کيلوګرامه ترياک له يوه لېږدونکي سره نيولي دي.))

امنيه قوماندان وايي چې نيول شوو کسانو ياده اندازه نشه يي توکي په ډېر مهارت په موټرو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې  د جلال اباد ښار ته يې را انتقال کړي.

نوموړي دا هم وويل چې پوليسو په کامې ولسوالۍ کې له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې يو وسله وال نيولی او  همدا راز په سره رود ولسوالۍ کې يو تن د موټر تښتولو په تور نيول شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.