ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې شورا  ملګرو ملتونو سره له تور لېسته د طالبانو پر ايستلو خبرې کړې

د سولې شورا ملګرو ملتونو سره له تور لېسته د طالبانو پر ايستلو خبرې کړې

author avatar
6 May 2015 - 12:08
د سولې شورا  ملګرو ملتونو سره له تور لېسته د طالبانو پر ايستلو خبرې کړې
author avatar
6 May 2015 - 12:08

کابل (پژواک،١٦ غويى ٩٤): د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې له ملګرو ملتونو سره يې خبرې پيل کړې څو د هغو طالبانو نومونه له تور لېست څخه و ايستل شي چې د سولې په خبرو اترو کې برخه اخلي.

دغه څرګندونې د سولې عالي شورا په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د غويي په ١٦مه  د دې شورا له خوا خپره شوې ده.

طالب پلاوي د روانې اوونۍ په لومړيو کې د پګواش نړيوالې موسسې له خوا د (افغان ډيالوګ) ترنامه لاندې په جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې له تور لېست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د ايستلو، د ځان لپاره د رسمي دفتر د پرانيستلو او له هېواده د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ له افغانستانه ٢٠ کسيز پلاوى او د حزب اسلامي استازو هم ګډون کړي وو.

د افغان پلاوي په ترکيب کې د ملي شورا، سولې شورا، سياسي ګوندونو او مدني ټولنې غړي ورغلي وو.

د سولې عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شورا له جوړېدو راهيسې په پرله پسې توګه هلې ځلې کړې دي چې د نېغ په نېغه مذاکراتو له لارې سولې او ملي پخلاينې ته لاره هواره شي تر څو بهرني پوځونه له افغانستانه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي او په بشپړه توګه افغانان د خپل هېواد په امن او بيا ودانولو کې خپله ونډه واخلي.

سرچينې زياته کړې: ((افغانان کولای شي چې يواځې او يواځې د رغنده خبرو اترو له لارې خپل وطن له ډول، ډول ګواښونو چې په دې وروستيو کې يې د راڅرګندېدو ګنګوسې خپرې شوې دي، وژغوري.))

په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو له خوا په قطر کې وړاندې شوي  نظريات هغه ستونزې دي چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د سولې عالي شورا د هوارۍ په موخه اقدامات کړي دي.

د سولې شورا وايي: ((اوس د دې وخت را رسېدلی چې بايد يواځې په خبرو او د دريځونو پر بيانولو اکتفا او بسنه ونه شي، ځکه د جګړې د پای ته رسولو او تفاهم ته د رسېدلو لپاره د عملي اقداماتو ترسره کول اړين دي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې په دريځونو کې به توپير شتون ولري، خو دا توپيرونه بايد هېڅکله د داسې شرطونو په توګه چې د نېغ په نېغه مذاکراتو مخنيوی وکړي، مطرح نه شي.

سرچينه کاږي،  بايد د خبرو اترو په ترڅ کې داسې حل لارې وپلټل شي چې د ټولو افغانانو ګټې او عزت په کې خوند وي او دغو توپيرونو ته د ټولو خواو د قناعت وړ حل لارې وموندل شي.

د سولې عالي شورا وايي: ((څرنګه چې اوس بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، نو له دواړو خواو څخه يواځې او يواحې افغانان وژل کېږي چې هېڅ ډول نه شي توجيه کېدلای. د جګړې تداوم يواځې د دې لامل کېږي چې په دواړو خواوو کې غيرمسوول وسله وال په يو او بل نامه افغانان و وژني، مالونه يې لوټ کړي، غصب، سړي تښتوونې او قومي شخړو ته لاره هواره کړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.