کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د کابل لومړنۍ محکمې د فرخندې د وژنې څلورتورن کسان پر اعدام او اته نور کسان په ١٦ کاله بند محکوم کړل.
محکمې ١٨ نورو تورنو کسانو ته برائت ورکړ.
اووه ويشت کلنه فرخنده د تېر کال د کب په ٢٨ مه د کابل شاه دوشمشېره جومات مخې ته د ځينو کسانو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او وروسته يې جسد د ځينو کسانو له خوا وسوځول شو.
خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم سوځولى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د پېښې په اړه ټاکل شوي حقيقت موندونکي کمېسيون وويل چې تر اوسه يې داسې شواهد او اسناد نه دي موندلي چې د قرانکريم په سوځولو دلالت وکړي.
د فرخندې د وژنې د قضيې د محکمې درې غونډې د ١٩ پوليسو په ګډون د ٤٩ تورنو په حضور په روانه اوونۍ کې جوړې شوې .
ديادې محکمې څلورمه غونده نن چهارشنې (د غويي ١٦ مه) جوړه شوه.
د فرخندې موراوپلار چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، د خپلې لور د وژنې په اړه د عدالت دتامينولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې فرخنده د قرآن حافظه وه او هيڅکله يې د قران سپکاوى نه و کړى.
د فرخندې پلار محمد نادر وويل: (( له قاضي صيب څخه غواړم، چې د محمدي شريعت د حکمونو پر اساس، مجرمينو ته سزا ورکړي ترڅو دغه قضاوت د ټولنې لپاره عبرت وي او په راتلونکي کې د دغسې پېښې شاهدان ونه اوسو.))
د کابل ښار د درېيمې حوزې د لومړنۍ محکمې مشر صفي الله مجددي د محکمې په نننۍ غونډه کې وويل چې زين العابدين د ګلاب الدين زوى، محمديعقوب د محمدياسين زوى، محمدشريف د شرف الدين زوى او عبدالبشير د عبدالشکور زوى، د فرخندې د وژنې په پېښه او د هغې د مړي په سوځونه کې د جزا قانون د ٢٨مې مادې، دويمې فقرې د ٣٩٦ موادو د لارښوونې پر اساس، له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون ٢٢مې مادې په پام سره پر سخته سزا يعنې اعدام محکوم دي.
اووه ويشت کلنه فرخنده د تېر کال د کب په ٢٨مه د کابل د شاه دوشمشېره جومات مخې ته د ځينو کسانو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او وروسته يې جسد د ځينو کسانو له خوا وسوځول شو.
خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم سوځولى، خو د ارشاد، حج او اقافو وزارت او د پېښې په اړه ټاکل شوي حقيقت موندونکي کمېسيون وويل، تر اوسه يې داسې شواهد او اسناد نه دي موندلي چې د قرانکريم پر سوځولو دلالت وکړي.
خو مجددي وويل چې دا د محکمې وروستى حکم نه دى او تورن کسان د استيناف د غوښتنې حق لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن