ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې د دويم مرستيال او زلمي زابلي ترمنځ فزيکي شخړه شوې

د مشرانو جرګې د دويم مرستيال او زلمي زابلي ترمنځ فزيکي شخړه شوې

author avatar
6 May 2015 - 15:01
د مشرانو جرګې د دويم مرستيال او زلمي زابلي ترمنځ فزيکي شخړه شوې
author avatar
6 May 2015 - 15:01

کابل(پژواک،١٦غويى٩٤) : يوه سرچينه وايي، چې د مشرانو جرګې د دويم مرستيال محمد اصف صديقي او د همدې جرګې د شکايتونو د کمېسيون د مشر زلمي زابلي ترمنځ فزيکي شخړه شوې ده.

د مشرانو جرګې يوې سرچيني چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د صديقي او زابلي تر منځ  نن له غرمې مخکې د جرګې  د دويم مرستيال د کار په دفتر کې فزيکي شخړه وشوه.

هغه وايي چې د يادو کسانو ترمنځ فزيکي شخړه وروسته تر هغه  رامنځته شوه ، صديقي، زابلي ته وويل چې ولې يې د جرګې له پرېکړې پرته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د کمېسيون غونډې ته ورغوښتى و.

سرچينه زياتوي : ((زابلي وويل ښه مې کړي چې را غوښتى مې دى، زه د کمېسيون مشر يم او کمېسيون پرېکړه کړې وه چې جهاني بايد غونډې ته وغوښتل شي.))

سرچينه زياتوي چې تر يادې لفظي شخړې وروسته د  دغو دواړو کسانو  ترمنځ فزيکي شخړه  وشوه چې په ترڅ کې يې د مشرانوجرګې دويم مرستيال پر مخ سرسري ټپي شو.

له  صديقي او زابلي سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وويل چې د يادو کسانو ترمنځ فزيکي نه، بلکې لفظي شخړه شوې ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.