کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د ځمکې او اوبو شورا په خپله لومړۍ غونډه کې خپله کړنلاره تصويب کړه او د ځمکې له خپلواکې ادارې سره د جيوديزۍ او کارتوګرافۍ رياست د يو ځاى کېدو وړانديز يې په اصولو کې ومانه.
د ولسمشر د وياند دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه تېره شپه د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې وشوه.
سرچينې د شورا د غړو په اړه د جزئياتو له ورکولو پرته ليکلي چې دغه شورا د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان له مخې جوړه شوې ده.
ولسمشر په دې غونډه د ځمکې او اوبو شورا فعاليت ته د اشارې په ترڅ کې ويلي چې د ځمکې او اوبو مسئله د افغانستان لپاره حياتي مسئله ده او دغه شورا د دې لپاره جوړه شوې چې د افغانستان د ځمکو او اوبو په اړه په هر اړخيز ډول تصميم ونيول شي.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر څرګنده کړه چې اوس د ځمکې او اوبو د تنظيم چارې ستونزې لري او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نورې ډېرې ستونزې به هم رامنځته شي.
سرچينه ليکي چې په دې کتنه کې لومړی د اوبو د عالي شورا طرزالعمل غونډې ته وړاندې شو چې له هر اړخيز بحث وروسته په دوو فصلونو او ديارلسو مادو کې د شورا لخوا تصويب شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طرزالعمل د جمهور رييس د ۱۳۹۴ لمريز کال د وري مياشتې د ۱۹ نېټي د درېيم ګڼه فرمان د هدايتونو تطبيق، د عالي شورا دندې او تشکيلاتي جوړښت او د هغې د فعاليت د څرنګوالي درې ګوني موخې تعقيبوي.
د تېرې شپې په غونډه کې د ځمکې پر پاليسۍ باندې د بيا کتنې لپاره د ځمکې د لومړني کنفرانس وړانديز شوى او پرېکړه شوې چې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د ټولو اړوندو ادارو چارواکو، د مدني ټولنې استازو او پوه کسانو ته دې بلنه ورکړل شي چې د ځمکې پر پاليسۍ په فني او مسلکي توګه بحث او خبرې وکړي تر څو پر ځمکې پورې اړوندې مسئلې د سياسي مسئلو قرباني نه شي.
سرچينه زياتوي چې د دې کتنې په پای کې د افغانستان د ځمکې له خپلواکې ادارې سره د جيوديزۍ او کارتوګرافۍ د رياست د يوځای کېدو په باب د ځمکې او اوبو د شورا د دارالانشا له خوا وړانديز وشو چې دغه وړانديز په اصولو کې ومنل شو خو د فعاليت د څرنګوالي په باب يې د شورا دارالانشا ته لار ښوونه وشوه چې د دواړو ادارو ګډ وړانديز دې د ځمکې او اوبو عالي شورا ته وړاندې شي چې له مخې يې تصميم ونيول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن