کابل (پژواک ١٦ غويى ٩٤): د کورنيو چارو وزير، د پوليسو د ځانګړو قطعو له ځواکونو څخه د ستاينې په مراسمو کې وويل چې د دولت وسله وال مخالفين په هېواد کې د نظم، امنيت او ثبات د ګډوډولو د پلانونو په عملي کولو کې نه شي بريالي کېدى.
د کورنيو چارو وزارت نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوليسو د ځانګړو قطعو له ځواکونو ستاينه وکړه او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د ځانګړو قطعو يو شمېر افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو ته يې ستاينليکونه ورکړل.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ځواکونه د سيمې او نړۍ په کچه د هېواد د پوليسو د لوړې وړتيا ښکاروندوى دي.
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي دغو سرتېرو ته په خطاب کې وويل: " تاسو د ترهګرو او ويره اچوونکو د له منځه وړلو په برخه کې له ډېرې وړتيا او مهارت برخمن او لکه څرنګه مو چې پخوا دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړي او د هېواد دښمنانو ته مو د سرلوړلو اجازه نه ده ورکړې او هغوى مو په خاورو او وينو لړلي، په راتلونکي کې هم اجازه ورنه کړئ چې د هېواد دښمنان د بېلابېلو توطيو په طرحه کولو سره د هېواد او خلکو امنيت له خطر سره مخ کړي او خپلو شومو ترهګريزو موخو ته ورسيږي."
دغه راز نوموړي څرګنده کړه، چې د امنيتي ځواکونو ساتنه د دولت له مهمو دندو بلل کېږي او د کورنيو چارو وزارت به د ځانګړو قطعو ځواکونو د تجهيز او وسلې په برخه کې د اړتياوو په پوره کولو کې له هيڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي."
نوموړي له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د امنيتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې چمتو واوسي.
هغه زياته کړه: " د هېواد دښمنان پياوړي، ځواکمن او موخه لرونکي نه دي او داسې کوم جرات او مېړانه نه لري چې له امنيتي ځواکونو سره مخامخ شي."
د هغه په وينا، دښمن پرون په يوه بل نوم وحشت او ډار خپراوه، خو اوس غواړي چې د داعش تر نوم لاندې ورته دوام ورکړي، خو په افغانستان کې کوم ځاى نه لري.
د ملي پوليسو د ځانګړو قطعو مرستيال سمونوال ارکان حرب کامبيز يما په دغه غونډه کې وويل، چې د پوليسو د ځانګړو قطعو ځواکونه له ترهګرۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له لوړ ظرفيت او وړتياوو برخمن دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې دغو ځواکونو په وروستي يوه کال کې د ترهګرۍ ضد له دوه زره څخه زيات عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې ١٣٦٨ کسان په ترهګريزو فعاليتونو کې د لاس لرلو په شک نيولي، ١٠٥١ کسان يې وژلي او له درېيو زرو څخه زيات يې ټپيان کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په وروستي يوه کال کې د پوليسو د ځانګړو قطعو ځواکونو شا وخوا ٣٥ زره کيلوګرامه نشه يي توکي او له زرو زيات ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
د يادولو ده، چې په دغو مراسمو کې د پوليسو د ځانګړو قطعو د فعاليتونو او کړنو يو ١٥ دقيقه يي مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن