کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د سيمه ييزې حکومتولۍ د پياوړتيا په موخه به ډېر ژر ولايتونو ته د بوديجې د لګښت واک ولېږدول شي.
د يادې ادارې د پاليسۍ او تخنيکي چارو معين فريد ماموندزي د هغه درې ورځني کنفرانس په اختتاميه وينا کې چې د دې ادارې په مشرۍ او د سيمه ييزو ادارو او خدمتونو د پياوړتيا پروګرام (SPAD) له لوري جوړ شوی و، ويلي چې حکومت د محلي حکومتولۍ د پياوړتيا لپاره سياسي اراده لري.
د نوي حکومت مشرانو په خپلو لومړنيو ويناوو کې ژمنه کړې وه چې د سيمه ييزې حکومتولۍ د اصلاحاتو او پياوړتيا لپاره به يې لومړۍ هڅه دا وي چې هر ولايت وکولای شي په مستقيم ډول د ملي بوديجې د څلوېښت سلنې برخې د لګښت صلاحيت ولري.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خبرپاڼې له مخې، ماموندزي ويلي چې حکومت به ډېر ژر خپله دغه ژمنه عملي کړي.
د ماموندزي په وينا، په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د بوديجې او پلان جوړونې د سيستم اساسي سمون، د ملي يووالي حکومت مهم لومړيتوب دی او په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه عملي ګامونه پورته شي.
په ياد دری ورځني کنفرانس کې حکومت ته د مالي، بوديجوي او پلان جوړونې د سيستم د ريفورم لپاره يوه طرحه هم وړاندې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د کنفرانس ګډونوالو ويلي چې محلاتو ته د بوديجې د مصرف د واک لېږد به نه يواځې د سيمه ييزې حکومتولۍ د پياوړتيا په برخه کې ګټوره پايله ولري، بلکې د خدماتو پر روڼوالي او پر حکومت د خلکو د باور په زياتېدو کې به هم رغنده رول ولوبوي.
سرچينه ليکي: "د محلي حکومتولۍ مسوولين هم د دغه کار عملي کېدل ګټور بولي او په دې باور دي چې دا کار به په محلي کچه د متوازن انکشاف د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ وي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن