ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين: نږدې راتلونکى به د افغان سولې په اړه خبرې پراخې او هر اړخيزې شي

چين: نږدې راتلونکى به د افغان سولې په اړه خبرې پراخې او هر اړخيزې شي

author avatar
6 May 2015 - 10:29
چين: نږدې راتلونکى به د افغان سولې په اړه خبرې پراخې او هر اړخيزې شي
author avatar
6 May 2015 - 10:29

کابل (پژواک، ۱٦ غويى ۹۴): د چين حکومت وايي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

چين دغه ‌څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د روانې اوونۍ په پيل کې د  قطر په الخور ښار کې د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې دوه ورځنى کنفرانس جوړ شوى و.

په دغه کانفرانس کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ له افغانستان څخه ٢٠ کسيز پلاوى او د حزب اسلامي استازو هم ګډون کړى و.

د افغان پلاوي په ترکيب کې د ملي شورا، سولې شورا، سياسي ګوندونو او مدني ټولنې غړي شامل وو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د  قطر د  غونډې په اړه ويلي چې د زور او ځواک کارول د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولای .

سرچينې زياته کړې چې د شخړو د حل لپاره يواځېنۍ لاره خبرې اترې دي او په همدې سره اختلافات له منځه تللى شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د سولې خبرې به په نږدې راتلونکي کې پراخې شي او هر اړخيزو خبرو اترو ته به لاره هواره کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې چين د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل مهم رول لوبولولو ته چمتووالى ښودلى او تېر کال د طالبانو پلاوي دوه ځلې چين ته سفرونه هم کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.