ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ١٩٠ وسله وال او ٢٠ امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز ١٩٠ وسله وال او ٢٠ امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
6 May 2015 - 14:39
کندوز ١٩٠ وسله وال او ٢٠ امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
6 May 2015 - 14:39

کندوز (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د کندوز والي وايي چې په وروستيو عملياتو کې د بهرنيو جنګياليو په ګډون ١٩٠ وسله وال مخالفين او ٢٠ امنيتي ځواکونه وژل شوي، ٢٢٠ ملکي وګړي ژوبل شوي او په زرګونو کورنۍ بې ځايه شوې دي.

محمدعمر صافي نن يوې خبري غونډې ته وويل چې دا مرګ ژوبله په امام صاحب، علي اباد، کلا زال، چهار دره ولسواليو او د کندوز اړوند سيمو ګورتپه، تلوکه، حضرت سلطان کې اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو جنګيالو په ګډون دوه زره وسله وال مخالفين په کندوز کې د دولت پر وړاندې پر جګړه بوخت دي او په وژل شوو کې لس تاجکي، قرغزي، ترکي او چيچيني وګړي هم شامل وو.

د کندوز والي زياته کړه چې ډېرى بهرنيان چې له طالبانو سره يو ځاى دي، له طالبانو سره مالي مرسته کوي، تخنيکي او محاربوي وسايل ورکوي او د دې تر څنګ يې د هغوى روزنه او ظرفيت لوړونه پر غاړه ده.

صافي وويل چې په دغو عملياتو او نښتو کې ٢٠ امنيتي ځواکونه هم وژل شوي او د کندوز له حوزوي روغتونه ترلاسه شوې شمېرې څرګندوي چې ٢٢٠ ملکي وګړي هم ژوبل شوي دي.

د کندوز والي وويل چې عمليات د استوګنيزو سيمو د ګڼې ګوڼې او د خلکو د خونديتوب په سبب په کره توګه مخ ته ځي.

د روانې اوونۍ په پيل کې خلکو ته خبر ورکړل شو چې خپلې سيمې دې تر امن کېدو پورې پرېږدي، په خوندي سيمو کې يې د ١٠ زره کورنيو لپاره د استوګنې زمينه مساعده کړې او د کورنيو اکثريت برخو خپل کورونه پرېښې دي.

صافي زياته کړه: ((طالبانو د خلکو له کورونو اعاشه او اباته اخيسته، خو اوس خلک راوتي او پر طالبانو اوبه او ډوډۍ بنه شوې او هرې خوا ته تښتېدلي دي.))

خو وسله والو طالبانو په کندوز کې د وروستيو لسو ورځو په عملياتو کې خپله مرګ ژوبله کمه بللې او ادعا کوي چې فعال شتون لري او دولتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندوز والي وويل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې عمليات پاى ته رسېدلي او ډېرې برخه يې چاڼ شوې، خو په ګورتپه او نورو سيمو کې نښتې روانې دي چې امنيتي ځواکونه يې پر چاڼولو دي او مخ پر وړاندې ځي.

د ګورتپې اوسېدونکي مطيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت وړاندې تګ نه دى کړى؛ خو د طالبانو شمېره کمه شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت بايد عمليات چټک کړي، ځکه چې د غنمو د حاصل وخت را نږدې شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.