ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار چاودنه کې ٩ تنه ټپيان شوي

د خوست ښار چاودنه کې ٩ تنه ټپيان شوي

author avatar
7 May 2015 - 10:49
د خوست ښار چاودنه کې ٩ تنه ټپيان شوي
author avatar
7 May 2015 - 10:49

خوست ښار ( پژواک، ١٧ غويى ٩٤ ) : په خوست ښار کې د چنار مشاعرې غونډې سره نږدې چاودنه کې ٩ تنه ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن د غويي په ١٧مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د خوست ښار د غازي ببرک خان پارک ته نږدې د جرګو تالار سره شوې ده.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چاودنې له امله شپږ پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دى وايي چې ژوبل کسان روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ  پژواک ته وويل چې  نننۍ چاودنه د ريموټ کنټرول ماين له امله د خوست ښار د جرګو تالار سره نږدې چېرته چې د چنار په نامه کلنۍ مشاعره هم روانه وه ،  رامنځته شوې ده .

ده وويل چې دغه ماين په پلې لار کې ځاى پرځاى شوى و او د چاودنې له امله يې شپږ پوليس  او درې عام وګړي ټپيان شوي دي .

هغه زياته کړه  چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى .

د چاودنې عيني شاهدان وايي چې  تر چاودنې وروسته يې ګڼ شمېر کسان وليدل چې په ټپي حالت کې پراته وو.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.