ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا ځينو ولسواليو کې نا امنۍ زياتې شوې دي “

“د پکتيا ځينو ولسواليو کې نا امنۍ زياتې شوې دي “

author avatar
7 May 2015 - 17:07
“د پکتيا ځينو ولسواليو کې نا امنۍ زياتې شوې دي “
author avatar
7 May 2015 - 17:07

ګردېز (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): د پکتيا ولايتي شورا او د مدني ټولنې  غړي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ادارو د نه همغږۍ له امله په ځينو ولسواليو کې ناامنۍ زياتې شوې دي.

دوی وايي، په لرې پرتو سيمو کې ملي اردو له قومي مشرانو، له ولايتي ادارو او نورو ارګانونو سره هېڅ همغږي نه لري چې له امله يې په لرو پرتو سيمو کې ورځ تر بلې امنيتي ستونزې زياتې شوې دي.

دغه څرګندونې د ياد ولايت د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو  د  غويي په ١٧مه په يوه خبري ناسته کې وکړې چې په ولايتي شورا کې جوړه شوې وه.

د يادې شورا منشي محمدالرحمن قادري وويل، دوی څه موده وړاندې ځينو سرحدي ولسواليو ته سفر وکړ چې له قومي مشرانو او د يو شمېر ادارو له مشرانو سره يې وکتل.

ده زياته کړه، په لرې پرتو سيمو کې د ملي اردو د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو له مشرتابه څخه خلک ناراضه دي؛ ځکه چې د دوى په وينا، دوى له  خلکو سره سليقوي چلند کوي.

د هغه په وينا، دوی له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې په پکتيا کې د يادې قول اردو قومندان تورن جنرال محمد شريف يفتلي له دې ځايه لرې او بل قومندان راولېږي .

د پکتيا ولايتي شورا يوه بل غړي ډاکټر الامير ځاځي وويل، په لرو پرتو سيمو کې ملي اردو د وسله والو پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي او يواځې خپلې قرارګاوې او پوستې ساتي.

د پکتيا د مدني ټولنې غړی سيد جمال اصف خېل هم ورته خبره کوي او وايي چې د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو قوماندان محمدشريف يفتلي يو شمېر قوماندانان په سيمه کې له خلکو سره بد چلند کوي او خلک په زور دې ته مجبوروي چې له وسله والو سره ودرېږي.

د ده په خبره، پکتيا د زون مرکز دی او په هره برخه کې زرګونه سرتېري لري چې ډېری يې په قرارګاوو کې پراته دي او د امنيت لپاره سيمو ته نه لېږدول کېږي.

پژواک هڅه وکړه چې د تندر قول اردو له قوماندان سره د دې خبرو په اړه خبرې وکړي، خو د تندر قول اردو دفتر د ياد قومندان په اړه وويل، چې دا مهال په غزني ولايت کې پر عملياتو بوخت دی او اړيکه نه ورسره نيول کېږي.

خو د دغه قول اردو د عامه چارو مرستيال ډګروال  فضل خدا دولايتي شورا دغه څرګندونې ردوي او وايي چې دوی له ټولو ادارو سره همغږي لري او هېڅکله د نا همغږۍ ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.

دی وايي داسې نظرونه د ولايتي شورا شخصي نظرونه دي او امنيت ته هېڅ ګټه نه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.