ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار شريف کې د بيان د ازادي او خبريالانو د امنيت په اړه غونډه وشوه

مزار شريف کې د بيان د ازادي او خبريالانو د امنيت په اړه غونډه وشوه

author avatar
7 May 2015 - 15:17
مزار شريف کې د بيان د ازادي او خبريالانو د امنيت په اړه غونډه وشوه
author avatar
7 May 2015 - 15:17

مزارشريف (پژواک، ١٧ غويى ۹۴): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دولتي او امنيتي ارګانونو د مطبوعاتو د مسوولينو او د خبريالانو تر منځ د بيان ازادي او د خبريالانو امنيت په تړاو غونډه وشوه.

دغه ناسته د غويي په ۱۷مه په مزارشريف ښار کې د شمال زون د خبريالانو ټولنې له خوا د يوناما په مالي ملاتړ ترسره شوه چې د رسنيزو مرکزونو د مسوولينو، د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو خبريالانو او د مدني ټولنې د فعالينو تر څنګ په کې د بلخ د امنيتي او دولتي ارګانونو د مطبوعاتو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د يادې ناستې په اوږدو کې چې د خبريالانو او د دولتي او امنيتي ارګانونو د مطبوعاتو د مسوولينو تر منځ په کې ګردى مېز هم جوړ شو، په پای کې يې د شمال زون ځيني خبريالان د ښو خدمتونو په موخه د شمال زون د خبريالانو د ټولنې له خوا په ستاينليکونه ونازول شول.

د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مرستيال ذبيح الله احساس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، لا هم په شمال زون کې د امنيتي او دولتي ارګانونو او خبريالانو تر منځ ستونزې شته دي.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې خبريالانو اړينو خبري معلوماتو ته په ټاکلي وخت لاسرسى نه شي پيدا کولی او د شمال زون په پاتې څلورو ولايتونو کې د شته خنډ تر څنګ له امنيتي ستونزو سره هم مخ دي.

د هغه په وينا، په روان کال کې په شمال زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اووه پېښې له دوی سره ثبت شوي، چې څلور په سرپل، دوه په فارياب او يوه جوزجان ولايت کې ده.

د طلوع تلويزون خبريالان عارف موسوي چې په ګردي مېز کې يې برخه اخيستې وه، وويل، که څه هم په بلخ ولايت کې د شمال زون د نورو ولايتونو په پرتله رسنيز فعاليتونه او کاري اسانتياوې ډېرې دي؛ خو ځينو شته ستونزو ته يې هم اشارې وکړې.

نوموړي زياته کړه، په بلخ ولايت کې خبريالان په عادي موضوعاتو باندې په اسانه راپور جوړولی شي؛ خو له دغو موضوعاتو لږ اخوا د جوړېدونکي راپور په اوږدو له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه د بېلګې په توګه وويل، که چېرې په روضه کې د جوړېدونکي جومات په دې اړخ راپور جوړوي، چې څومره خلکو ته اسانتيا برابرېږي، نو اسانه چاره ده؛ خو که چېرې په دې اړخ راپور جوړولو ته نيت وکړي، چې د دغه جومات په جوړېدو کې به څومره پيسې غلا شوې وي، نو د معلوماتو د نه شريکېدو له ستونزو سره به مخ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.