هرات ښار (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٨ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د هرات - اسلام کلا ترمنځ پر لويه لاره د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې دوې ښځې مړې شوې او د پنځو ماشومانو په ګډون ٨ تنه نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پېښه تاييدوي او زياتوي چې پوليس سيمې ته رسېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن