ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د کانونو سکتور بايد د افرادو له انحصاره را ووځي

ولسمشر غني: د کانونو سکتور بايد د افرادو له انحصاره را ووځي

author avatar
7 May 2015 - 12:17
ولسمشر غني: د کانونو سکتور بايد د افرادو له انحصاره را ووځي
author avatar
7 May 2015 - 12:17

کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): ولسشمر اشرف غني د سمنټو پاليسۍ د جوړولو او په قراردادونو کې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ ويلي چې د کانونو سکتور بايد د افرادو په انحصار کې پاتې نه شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د کانونو او پټروليم وزارت له چارواکو سره د هغه وزارت د لومړنيو سلو ورځو د پلان په اړه خبرې وکړې.

په دې ليدنه کې ولسمشر غني په قراردادونو کې پر روڼتيا ټينګار کړى او ويلي يې دي چې د سمنټو پاليسي دې جوړه شي.

هغه همدارنګه د قراردادونو پر بيا کتنې د ټينګار تر څنګ ويلي چې بنسټيزه موضوع دا ده چې د کانونو سکتور بايد د افرادو په انحصار کې نه وي.

د کانونو وزارت ويلي چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د هېواد په ٢٨ برخو زېرمې کشف شوې چې ارزښت يې درى تريليون ډالرو ته رسېږي.

خو ځيني راپورونه وايي چې تر اوسه په افغانستان کې يو زر او ٤٤٠ کانونه تثبيت شوي او همدارنګه شاوخوا څلور زره او ٥٠٠ کاني سرچينې هم په هېواد کې تر سترګو کېږي چې ټوليز ارزښت يې شاوخوا ٥٠٠ ټريليون ډالره ارزول شوى دى.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني څرګنده کړې چې د کانونو او پټروليم وزارت اوسنى جوړښت اوسنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى.

د غني په خبره، د دغه وزارت جوړښت ته بايد بيا کتنه وشي او د دې څانګې په سلګونو هغه تحصيل کړي کدرونه چې اوسمهال وزګار دي، جذب شي.

ولسمشر همدارنګه تېره ورځ د سوداګرۍ او صنايعو خونې له چارواکو او يو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره هم په ارګ کې وويل چې د افغانستان خصوصي سکتور بايد له دولت سره په ګډه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره واحد ليدلورى رامنځته کړي.

د سوداګرۍ خونو د نړيوالو اړيکو مشر اذرخش حافظي په دې غونډه کې ويلي، خصوصي سکتور په پام کې لري چې د دولتي سکتور په څېر خپل سل ورځى پلان د وارداتو د بديل، رقابتي توليد، پر کورنۍ برېښنا د صنايعو د تکيې، د وسپنې ويلې کولو صنايعو او د شنه افغانستان پروګرامونو په برخه کې برابر کړي.

ولسمشر غني څرګنده کړې چې د هېواد له کروندګرو د غنمو او نورو توکو د پېرلو له لارې هغوى له دېوالي کېدو وژغورل شي او د ارزښت زنځير رامنځته شي.

د ارزښت زنځير (Value Chain . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.