ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې يو سوداګر وتښتول شو

په کابل ښار کې يو سوداګر وتښتول شو

author avatar
7 May 2015 - 10:25
په کابل ښار کې يو سوداګر وتښتول شو
author avatar
7 May 2015 - 10:25

کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): يو ملي سوداګر نن سهار په کابل کې د ناپېژانده وسله والو مخالفينو له بريد وروسته وتښتول شو او د کورنۍ دوه غړي يې ژوبل شول.

د کابل امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې مشر مل پاسوال فريداحمد افضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه شاوخوا سهار اووه بجې د لسمې امنيتي حوزې اړوند، د تايمني پر دويم سړک رامنحته شوې ده.

افضلي زياته کړه چې ناپېژانده وسله والو د حاجي محمدعثمان پر موټر بريدکړى، د هغه د کورنۍ دوه غړي يې ژوبل کړي او نوموړى يې له ځان سره بيولى دى.

د کابل ښار دغه امنيتي چارواکي وويل چې په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوک نه دې نيولي.

سرچينې په دې اړه زيات جزئيات ورنه کړل او زياته يې کړه چې بشپړ معلوماتو به د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته رسنيو ته ورکړي.

د دې سيمې د ګذر وکيل حاجي ميرزامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې حاجي عثمان د کابل ښار په منډوي کې د رختونو پلورنځى لري او نن سهار هټۍ ته د تلو پر مهال پرې نا پېژانده وسله والو بريد وکړ.

په ورته وخت کې د حاجي عثمان د تره زوى حاجي حصين پژواک ته وويل چې ناپېژانده وسله والو يې د تره پر زوى ١٥ ډزونه کړي دي.

هغه کړه چې حاجي عثمان او ورور يې په دې پېښه کې ژوبل شوي او ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه  د ټپي شوو هويت په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل  چې د تره زوى يې له کوم شخص يا ډلې سره شخصي دښمني نه لري او کسبګر دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.