ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د تېرو ټاکنو ټولې پېښې بايد وڅېړل شي”

“د تېرو ټاکنو ټولې پېښې بايد وڅېړل شي”

author avatar
30 Jul 2015 - 17:30
“د تېرو ټاکنو ټولې پېښې بايد وڅېړل شي”
author avatar
30 Jul 2015 - 17:30

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون وايي چې د حکومت د مشرانو او کمېسيون د غړو تر منځ پياوړې سياسي اراده شتون لري، څو په ټاکنيزو قوانينو، کړنلارو، جوړښتونو او ظرفيتونو کې اړين اصلاحات رامنځته شي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون نن د نظر غوښتلو لپاره خپلې ناستې پيل کړې او له نړيوالو بنسټونو، د ښځو حقونو له فعالانو او مدني ټولنې او سياسي ګوندونو له استازو سره يې ليده کاته وکړل او د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره يې د هغوى وړانديزونه واورېدل.

په دې ترڅ کې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او راتلونکو ټاکنو د ښه والي لپاره پر ټاکنو د څارنې د ملي او نړيوالو بنسټونو متخصصينو، ياد کمېسيون ته ځانګړي وړانديزونه وړاندې کړل.

هغوى وويل چې په ټاکنيز نظام کې د لا ډېرې روڼتيا او اصلاحاتو په برخو کې له افغان حکومت سره همکار دي او ټينګار يې وکړ چې د اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره د تېرو ټاکنو ټولې پېښې وڅېړل شي او د سرغړوونکو د مجازاتو لړۍ هم پيل شي او په دې برخه کې د سياسيونو، مدني ټولنې او افغانانو نظرونه بايد په پام کې ونيول شي.

د رايه ورکوونکو کره نوملړ ترتيب، ژر تر ژره د ملي سرشمېرنې پيل، سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او نورو قشرونو ته د ټاکنو او اصلاحاتو په لړۍ کې ونډه ورکول، په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د بې پلوه کسانو ګومارل، په ټاکنو او د برېښنايي تذکرو د وېش په لړۍ کې د فساد او سرغړونې د عاملانو پېژندل؛ د دوى عمده وړانديزونه وو.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون مشر شاه سلطان عاکفي وويل چې له يادو ناستو څخه يې موخه؛ په ټاکنو کې د اړوند او د ټولنې د بېلابېلو لورو د نظرونو، مشورو او وړانديزو اورېدل دي.

هغه زياته کړه: "موږ له دوى غواړو، واورو چې په ټاکنيز سيستم کې په ځانګړي ډول په قوانينو، لوايحو، کړنلارو، جوړښتونو او ټاکنيزو ظرفيتونو کې کوم اصلاحات رامنځته شي، څو د هېواد ټاکنيز نظام ټوليز، پياوړى او پوخ شي او پر بنسټ يې راتلونکې ټاکنې رڼې ترسره شي."

عاکفي زياته کړه چې د کمېسيون له کړنو، پرېکړو او وړانديزونو د حکومت د مشرانو ملاتړ څرګندوي چې د پراخه اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره پياوړي سياسي اراده شتون لري او کمېسيون هم غښتلې اراده  او هوډ لري چې په قوانينو، کړنلارو، لايحو، جوړښتونو او ظرفيتونو کې اړين اصلاحات رامنځته شي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون مشر ټينګار وکړ چې د ټولنې بېلابېلو قشرونو او د نړيوالو بنسټونو کارپوهانه وړانديزونو او نظرونو څخه به چې د ټاکنيز سيسټم د اصلاح لپاره اغېزناک وي، ګټه واخلي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون غړي فيض الله ذکي هم وويل چې په نننۍ ناسته کې د ټاکنيزو اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره بېلابېل نظرونه وړاندې شول، خو د ټولو په سر کې يې مهم موضوع دا ده چې پر ټاکنيزو بنسټونو د خلکو باور څنګه رامنځته کړي او څرنګه د پراخه او ژورو اصلاحاتو له لارې د رڼو ټاکنو لپاره او له هغو ګډوډيو څخه د مخنيوي فضا چې په تېرو ټاکنو کې تر سره شوې وې، برابره کړي.

ذکي زياته کړه: "له شک پرته د اصلاحاتو اصلي موضوع به په قوانينو کې وي."

د ټاکنيزو  اصلاحاتو کمېسيون د ولسمشر اشرف د فرمان پر بنسټ د شاه سلطان عاکفي په مشرۍ رامنځته شوى او تېره اونۍ يې خپلې رسمي چارې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.