کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): پاکستان وايي چې د ملا عمر د مړينې تر خبرونو وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د دويم پړاو خبرې ځنډېدلې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ٨ مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې دويم پړاو خبرې د طالبانو د مشرانو په غوښتنه ځنډېدلې ده.
سرچينې زياته کړې، ټاکل شوې وه د سولې دويم پړاو خبرې اترې د زمري په ٩مه د جمعې په ورځ ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان او د افغانستان نور ملګري هېوادونه هيله لري چې د طالبانو مشران د سولې دويم پړاو خبرو ته حاضر شي، څو په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات تامين شي.
تر دې مخکې نن سهار د وسله والو طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د دوى سياسي دفتر د سولې له دويم پړاو خبرو په جريان کې نه دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي وو چې دوى د خپل دريځ او کړنلارې له مخې د سياسي مسايلو لپاره ځانګړی ارګان لري، په دې باره کې پخوا هم په مکرر ډول وضاحتونه خپاره شوي او خپل دريځ يې روښانه کړى دى.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لومړى پړاو خبرې تېره مياشت په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب، د امريکا او چين په نظارت کې ترسره شوې وې.
د سولې د خبرو د افغان پلاوي غړي حاجي دين محمد څو ورځې مخکې پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې په لومړي پړاو خبرو کې پرېکړه شوې وه، چې دويم پړاو خبرې به د جولاى مياشتې په وروستيو کې ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن