ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو نوى مشر ملا اختر محمد منصور څوک دى ؟

د طالبانو نوى مشر ملا اختر محمد منصور څوک دى ؟

author avatar
31 Jul 2015 - 14:29
د طالبانو نوى مشر ملا اختر محمد منصور څوک دى ؟
author avatar
31 Jul 2015 - 14:29

کابل ( پژواک، ٩ زمرى ٩٤ ) : طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر تر مړينې وروسته د ډلې مرستيال ملا اختر محمد منصور د نوي مشر په توګه ټاکلى دى.

طالبانو ته يوې نږدې سرچينې د زمري په ٩ مه، پژواک خبري اژانس سره د ملا منصور د ژوند په اړه معلومات شريک کړل.

دغه سرچينې وايي، ملا اخترمحمد منصور له نن څخه نږدې ۵۲ کاله وړاندې د کندهارولايت د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په کلي کې زيږيدلی ، په قوم اسحاقزی دی. لومړنۍ زده کړي يې په خپل کلي او د کندهار په شاوخوامدرسو کې کړي دي.

سرچينه زياتوي، پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل مهال ملا اختر محمد منصور چې هغه مهال نوی ځوان وو د ملا حاجي محمد په جبهه کې تنظيم شو. دغه مهال ملا محمد عُمر اخند هم د ملا حاجي محمد په جبهه کې د يوې ډلې قوماندان و.

 ملا اختر محمد منصور کندهار د ميوند، سنګِ حصار، زنګاوات، هوايي ډګر او ښار په نورو برخو کې د شورويانو پر ضد په ګڼو جګړو کې برخه واخيستله او د خپلو ملګرو په منځ کې په يوه تکړه مجاهد يادېده.

سرچينه کاږي، په ۱۳۶۶ لمريز کال کې ملا منصور د ملا حاجي محمد له جبهې لاړ او له مولوي عُبيدالله اسحاقزي سره په جبهه کې شامل شو. خو نوموړی څه موده وروسته نورالحق علومي ( د کورنيو چارو اوسنى وزير) ته تسليم شو او ملا منصور هم وسله وال جهاد پرېښود او کويټې ته مهاجر شو.

طالبانو ته ياده نږدې سرچينه واي، ملا منصور په کويټه کې څه پر ځايي پريښي درسونو او جوماتونو کې سبقونه وويل خو وروسته پېښور ته ولاړ او هلته د نوښار د جلوزو په سيمه کې د حرکت انقلاب اسلامي تر اشراف لاندې په جامعه محمديه نومې مدرسه کې په زده کړو بوخت شو.

 نوموړی د مدرسې په اتم ټولګۍ کې و، چې په ۱۹۹۵ کال په دوبي کې له سلګونو نورو طالبانو سره کندهار ته لاړ او هلته د نوي راټوکېدلې د طالبانو له تحريک سره يو ځاى شو.

ملا منصور ته لومړی د کندهار د هوايي ډګر امنيت وسپارل شو.وروسته د جيټ الوتکو د قطعې د قوماندان په توګه وټاکل شو.

تر هغې وروسته ملا منصور په ۱۹۹۶ زېږديز کال کې د اريانا افغان هوايي شرکت د رييس په دنده هم وګومارل شو او همدغه کال په سپتمبر مياشت کې کې د کابل له نيو ل کېدو وروسته د ملکي هوانوردۍ د وزير او هوايي ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکل شو.

سرچينه زياتوي، چې ملا منصور په دې ډول د ملکي او نظامي هوانوردۍ دواړه چارې سمبالولې. داريانا د مديريت او هوايي ډګر د مسووليت پر مهال به يې د ملا محمد عُمر اخند په استازيتوب خليجي شيخانو ته هر کلی وايه چې دغه مهال يې له هغوي سره اړيکې پيدا شوې او اماراتو ته يې تګ راتګ پيل کړ.

ويل کېږي چې نوموړي همدغه مهال په دوبۍ کې د اريانا د استازي حاجي فريد په ګډون د مرکزي آسيا او يوکراين له ځينو سوداګرو سره په ګډه هوايي کارګو شرکت تأسيس کړ چې تر دې مهاله فعاليت کوي او له خليجي هېوادونو څخه سوداګريز توکي مرکزي اسيا هېوادونو ته چې په وچه کې راګېر دي، ليږدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.