ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” حکومت بايد د ملاعمر له مړينې د سولې لپاره ګټه واخلي “

” حکومت بايد د ملاعمر له مړينې د سولې لپاره ګټه واخلي “

author avatar
1 Aug 2015 - 17:17
” حکومت بايد د ملاعمر له مړينې د سولې لپاره ګټه واخلي “
author avatar
1 Aug 2015 - 17:17

کابل(پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): د سولې عالي شورا د ملامحمدعمر مړينه  له طالبانو سره د سولې لپاره غوره فرصت وباله او له حکومته  يې وغوښتل چې له دې فرصت نه ګټه واخلي او داسې تېروتنه ونه کړي چې طالبان له خبرو شاته شي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر ملاعمر دوه کاله وړاندې د کراچۍ په يوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شوى دى.

د طالبانو او حکومت د استازو تر منځ د سولې لومړۍ مخامخ خبرې تېره مياشت د پاکستان په کوربه توب، د چين او امريکا تر څارنې لاندې په اسلام اباد کې تر سره شوې. ټاکل شوې وه چې د خبرو دويم پړاو د زمري په اتمه نېټه په چين يا پاکستان کې پيل شي، خو د ملا محمد عمر د مرګ په اړه د خپرو شوو راپورونو سره وځنډېدې.

 د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکيم مجاهد وايي چې حکومت دې له خام سياست نه کار نه اخلي، تر خپله وسه دې له دې حساس پړاو نه مثبته ګټه واخلي.

هغه چې نن يې په کابل کې د ملامحمدعمر د مړينې په اړه جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې، وويل :((له حکومته غواړو چې په دې حساس پړاو کې ټينګه پاملرنه وکړي چې د  سولې او پرمختګ د برخې لاسته راوړنې وساتل شي او پرمختګ ته دوام ورکړل شي.٠

مجاهد، طالبان د هېواد بچيان وويل او زياته يې کړه چې بايد دهغوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي او د خبرو دواړه خواوې خپلو ژمنو ته ثابتې پاتې شي.

د سولې عالي شورا سرپرست هيله څرګنده کړه چې د طالبانو نوې مشرتابه له سخت پړاو څخه په ښه ډول تېره شوې او خپلې سياسي تجربې ته په پام سره دې د اختلاف او افغانستان ويجاړۍ پر ځاى يووالي ته مخه کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملامحمد عمر پر ځاى ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه ټاکل شوى، خو طالبان په دې برخه کې واحد دريځ نه لري.

د سولې عالي شورا سرپرست د طالبانو له مشرتابه وغوښتل، هغه قيادت چې دوى رامنځته کړى، د جګړې پر ځاى دې سولې، رغونې او پراختيا ته ترجيح  او پاملرنه وکړي.

 هغه طالبانو ته خطاب کې وويل:((کوم قوانين چې تاسې يې غواړئ، په اساسي قانون کې ځاى لري، راشئ  د سولې خبرې د برياليتوب پړاو ته بوځئ.))

مجاهد وويل چې د ملامحمد عمر جهاد او مبارزه د هېواد په تاريخ کې يوه مهمه برخه جوړوله. هغه زياته کړه:((موږ دعا کوو چې الله جل جلاله هغه ته مغفرت وکړي او جنت ور په برخه کړي، کوم عمل يې چې تر سره کړى، د يوه عالم او جهادي رهبر په توګه يې د خداى ج د رضا لپاره و.))

 ارګ هم په رسمي توګه د ملاعمر د مړينې پخلى کړى او  هغه يې د سولې د خبرو اترو د پيل لپاره ښه فرصت بللى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.