ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو تر منځ اختلافات کوم لور ته روان دي؟

د طالبانو تر منځ اختلافات کوم لور ته روان دي؟

author avatar
1 Aug 2015 - 16:30
د طالبانو تر منځ اختلافات کوم لور ته روان دي؟
author avatar
1 Aug 2015 - 16:30

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): وسله والو طالبانو ته نږدې سرچينې د دوى په منځ کې د ژورو اختلافاتو خبرې کوي، خو د سياسي چارو ځيني کارپوهان بيا پر دې اند دي چې دا اختلافات به لنډمهال وي.

وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا عمر تر مړينې وروسته ملا اخترمحمد منصور د نوي مشر، مولوي هيبت الله اخوندزاده او سراج الدين حقاني د مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.

د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې اړه د علماوو، مشرانو او د شورا غړو په غونډه کې له نوي مشر سره بيعت وشو.

خو د طالبانو د واکمنۍ مهال يو وزير چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل د طالبانو دا غونډه چې د پاکستان په کوېټه ښار کې جوړه شوې وه، په کې د مرکزي شورا ځينو غړو هر يوه ملا عبدالرزاق، د نيمروز پخوانى والي ملا محمد رسول، د کندهار پخوانى والي ملا محمد حسن، د ملا عمر منشي ملا عبدالسلام او ځينو نورو کسانو برخه نه وه اخيستې.

طالبانو ته دغه نږدې سرچينه وايي، کله چې د غونډې ګډونوالو ملا منصور د نوي مشر په توګه وړانديز وکړو، نو د ملا عمر زوى ملا يعقوب، ملا عبدالقيوم ذاکر، شيخ حبيب الله، د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان او ځيني نور مشران له غونډې د احتجاج په توګه ووتل.

خبريال سمېع يوسفزى چې له طالبانو سره نږدې اړيکې لري، وايي چې ملا عبدالرازق، ملا رحماني، ملا سيد رسول، ملا عبدالمنان نيازى، عبدالرحمن زاهد، مسلم حقاني او ملا عبدالرووف د طالبانو د نوي مشر ملا منصور مخالفين دي.

خو هغه زياتوي چې پاتې طالب مشران د ملا منصور ملاتړي دي.

يوسفزى وايي، د طالبانو پخوانى مرستيال ملا برادر چې له پاکستان سره بندي دى، سخت ناروغ دى او له چا سره خبرې هم نه شي کولى.

د نوموړي په وينا، که چېرې د طالبانو په منځ کې اختلافات زيات شي، نو د دوى په منځ کې ملا حسن رحماني د مشرۍ لپاره مناسب شخص دى.

د طالبانو د واکمنۍ مهال يوه چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو په ډله کې د اختلافاتو دا لومړنی وار نه دی، بلکې پخوا هم د دوى په منځ کې اختلافات او نارضايتيو شتون درلود.

سرچينه زياتوي، د ملا عبدالرزاق په مشرتابه کې يوې ډلې ان په ۲۰۰۶ کې د تګلارو او شورا د تشکيل او د واک د وېش پر سر اختلاف کړی وو. خو وروسته نوموړي ته د رهبري شورا غړيتوب ورکړل شو او نور ملګري يې هم ونازول شول او په دې ډول دغه خوځښت د يو څه وخت لپاره ارام شو.

د ده د معلوماتو له مخې، په ۲۰۰۹ کال کال کې د ملا اغاجان متعصم او اختر منصور د ډلې تر منځ په ورته موضوعاتو اختلافات رابرسېره شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.