ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو ١٢ منسوبين وژل شوي

د ملي اردو ١٢ منسوبين وژل شوي

author avatar
1 Aug 2015 - 14:17
د ملي اردو ١٢ منسوبين وژل شوي
author avatar
1 Aug 2015 - 14:17

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دريو ماين جوړوونکو په ګډون د ١٢٧ وسله والو مخالفينو او د ملي اردو د ١٢ منسوبينو د وژلو خبر ورکړ.

د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره نن پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرګ ژوبله په تېرو ٤٨ ساعتونو کې وسله والو مخالفيتو ته د تخار د خواجه غار، د ميدان وردګو په دايميرداد، د کندوز په خان اباد او قلعه زال، د فارياب په المار، قيصار، غورماچ او ګرزيوان او د کونړ ولايت په مروره او وټه پور ولسواليو کې د ملي اردو د محاربوي، هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې اوښتې ده.

په خبرپانه کې ويل شوې چې په دغو عملياتو کې چې د پکتيا په زرمت او احمد ابا ولسواليو، د غزني په مقر او ده يک ولسواليو، د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ، د ننګرهار په شينوارو، د اروزګان په دهراوود او اروزګان په چهار چينو، د هرات په شينډنډ او هلمند په مارجه ولسوالۍ کې شوې، ټول ټال په کې ٩٣ وسله وال مخالفين ژوبل شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې د يوه ډلمشر په ګډون پنځه تنه نيول شوي، پنځه موټرسايکلونه ويجاړ شوي، يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او يوه اندازه بېلابېل ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د درنې وسلې د ډزو او د سړک غاړې ماين چاودنو په سبب د ملي اردو ١٢ منسوبين هم وژل شوي دي.

د ويلو ده چې طالبانو په خپله ويبپاڼه کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نښتو له امله د خپلو کسانو مرګ ژوبله کمه ښودلې او ددې برعکس يې دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعا کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.