ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مهترلام ښار د پاکولو په موخه حشر ترسره شو

د مهترلام ښار د پاکولو په موخه حشر ترسره شو

author avatar
1 Aug 2015 - 17:39
د مهترلام ښار د پاکولو په موخه حشر ترسره شو
author avatar
1 Aug 2015 - 17:39

مهترلام ( پژواک، ١٠ زمرى ٩٤ ) : د لغمان ولايت د مرکز  مهترلام ښار د پاکولو په موخه حشر پيل شو، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

 ددې حشر د پيل  پر مهال نن ( زمري له ١٠مه) د لغمان والي عبدالجبار نعيمي پژواک اژانس ته وويل چې خلک بايد د ملي احساس له مخې خپل ښار او شاوخوا داستوګنې ځايونه پاک وساتي.

هغه زياته کړه، چې دی به تردې وروسته هره مياشت يوځل د لغمان ټول ښار څخه څارنه کوي.
نعيمي له ولسونو اوپه ښار کې له ټولو ښاريانو وغوښتل چې د ښار په پاکوالي کې له دوى سره مرسته وکړي.
د لغمان ښاروال حاجي عبدالله نيازي پژواک ته وويل چې دوى د ښار د پاکولو ترڅنګ ټولو لاس پلورونکو ته چې د سړ ک دواړو غاړو کې يې ګڼه ګونه رامنځ ته کړې مناسب ځايونه ټاکلي دي.

د هغه په وينا، له دغه کار سره به په دننه بازارکې د ګڼه ګوڼې مخه ونيول شي او ددې تر څنګ د لغمان ښار به پراختيا هم پيدا کړي.

د مهترلام ښار يو تن اوسېدونکي حاجي حفيظ الله د لغمان د والي او ښار والۍ له مسوولينو مننه وکړه چې د ښار د پاکولو لپاره يې مټې را بډ وهلې دي.

نوموړي له چارواکو وغوښتل چې له  ټولو لاس پلورنکو سره بايد له عدل څخه کار واخيستل شي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.