ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ولايتي شورا له فساد سره د مبارزې برخه کې والي ته د مرستې ډاډ ورکړ

د ننګرهار ولايتي شورا له فساد سره د مبارزې برخه کې والي ته د مرستې ډاډ ورکړ

author avatar
1 Aug 2015 - 19:10
د ننګرهار ولايتي شورا له فساد سره د مبارزې برخه کې والي ته د مرستې ډاډ ورکړ
author avatar
1 Aug 2015 - 19:10

جلال اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤ ) : د ننګرهار والي ولايتي شورا ته ډاډ ورکړ چې د ولسونو ستونزو حل او ادارې سمون لپاره به يې هر ډول ملاتړ او ننګه وکړي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د زمري په ١٠ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي سليم خان کندوزي نن په جلال اباد ښار کې د ولايتي شورا له دفتر څخه ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه، چې ددې ليدنې پر مهال کندوزي ولايتي شورا ته د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکولو ترڅنګ هيله وکړه، چې په خپل دفتر کې په دوامداره حضور سره د ولسونو ستونزې هره ورځ ولايتي ادارې سره شريکې کړي .

د ننګرهار والي ولايتي شورا د خلکو کور او د رښتينو استازو يو معلوم ادرس وباله ، چې پرته له کوم محدوديته کولای شي هره ورځ د خلکو ستونزې له ولايت مقام سره د حل په موخه شريکې کړي.

کندوزي زياته کړه : (( زما اراده دخلکو خدمت او ددوی دستونزو حلول دي ، په دې برخه کې د ټولو ناقانونو ، خپلسريو او اداري بې پروايو مخنيوي لپاره به په جديت سره کار وکړم او د شورا له غړو څخه هيله کوم ، چې زموږ د فساد مخنيوي او مثبتو کارونو ملاتړ وکړي .

د والي وياند وايي چې ددې ليدنې پر مهال د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال او غړو هر يوه ذبيح الله زمري، استاد ا سرار الله مراد او حميرا رفيع د  ننګرهار والي سليم خان کندزي ته د هرکلي ترڅنګ دخپلو څانګو او ورځنيو چارو په اړه معلومات ورکړل.

د هغه په وينا، د ولايتي شورا يادو غړو  ددې شورا د کړنو ترڅنګ په تشکيلاتي برخه کې ځينې   ستونزې او اړتياوې هم ننګرهار والي سره شريکې کړې.

د ولايتي شورا مرستيال او غړو يې د ننګرهار والي د وروستيو هڅو ، امنيت ټينګښت او ښاري نظم ترڅنګ د اداري سمون لپاره د پيل کړو هڅو او د ځينو مسوولينو ګوښه کېدل وستايل ، چې په وينا يې د ولسونو د وړانديزونو عملي کېدل دي .

 د ولايتي شورا غړو ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د ولسونو ستونزو حل او اداري سمون لپاره به يې هر ډول ملاتړ او ننګه وکړي.

نوموړو د ولايتي شورا ښه امنيت لپاره د ځانګړې پاملرنې ، د رياستونو په غونډو کې د ولايتي شورا د غړو وربلنې او د شورا په انګړ کې د يوه جومات جوړېدو لپاره له ولايتي ادارې څخه د مرستې هيله وکړه .

د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي چې والي د ولايتي شورا غړو سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.