ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د يوه ديني عالم ساتونکو دوه ملکي وګړي وژلي

هرات کې د يوه ديني عالم ساتونکو دوه ملکي وګړي وژلي

author avatar
1 Aug 2015 - 16:27
هرات کې د يوه ديني عالم ساتونکو دوه ملکي وګړي وژلي
author avatar
1 Aug 2015 - 16:27

هرات ښار (پژواک،١٠ زمرى ٩٤): په لوېديځ زون کې د عالمانو شورا مشر د ساتونکو او پوليسو له لوري دوه ملکي کسان د ښار په مرکز کې پر ډزو کې وژلي دي.

د هرات د والي وياند احسان الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د ملکي کسانو يو کرولا موټر د يوخ ديني عالم له تعقيبي موټر سره ټکر وکړ.

د هغه په وينا، د ولسي کسانو موټر د پېښې له ځاىه د تېښتې په حال کې و چې د ياد ديني عالم او پوليسو له لوري تر بريد لاندې راغى.

د هرات والي وياند زياته کړه چې د ديني عالم د ساتونکو او د پوليسو په ډزو کې د کرولا موټر دوه سپرلي وژل شوي دي.

حيات وايي چې د پېښې په تړاو د ياد ديني عالم پنځه ساتونکي او د پوليسو څلور سرتېري نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د هرات ولايت مقام د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به يو پلاوى وګومارل شي، څو دا قضيه په جدي ډول تعقيب شي.

په ورته وخت کې يوې معتبرې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل چې په لوېديځ زون کې د عالمانو شورا مشر او نامتو ديني عالم مولوي خداد صالح د کور پر لور روان و.

سرچينه وايي چې د ياد عالم ساتونکي پر دې موټر شکمن شوي وو او ډزې يې پرې وکړې.

په ورته وخت کې د هرات والي وياند وويل چې دوه وژل شوي کسان ولسي وګړي دي او له موټر څخه يې هېڅ وسله يا نور شکمن توکي ترلاسه شوي نه دي.

له بل لوري د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي هم وويل چې د تېرې شپې په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، له يادو دوو کسانو څخه يو يې ټپي و، خو روغتون ته تر رسېدو مخکې يې ساه ورکړه.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.