ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خپلمنځي نښتې او چاودنې له امله ١٧ طالبان وژل شوي

د خپلمنځي نښتې او چاودنې له امله ١٧ طالبان وژل شوي

author avatar
2 Aug 2015 - 16:56
د خپلمنځي نښتې او چاودنې له امله ١٧ طالبان وژل شوي
author avatar
2 Aug 2015 - 16:56

ميمنه (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې ١١ طالبان د خپلمنځي نښتې پر مهال او شپږ نور د ماين چاودنې له امله وژل شوي دي.

فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن رضا رضايي وايي چې دغه نښته نن د طالبانو د دوو قوماندانانو ملا حفيظ الله او ملا عبدالصمد تر منځ د قيصار په غورک سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې له دواړو لورو ١١ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

رضايي زياته کړه چې د دوى د نښتې لامل د طالبانو د مشر ملا عمر په مړينې پورې اړونديږي چې د طالبانو د ليکو په منځ کې د اختلافونو لامل شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، ملا عمر دوه کاله وړاندې د کراچۍ ښار په يوه روغتون کې په مرموز ډول وژل شوى دى.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وويل: " له څو ورځو راهيسې داسې راپورونه وو چې د طالبانو د قوماندانانو تر منځ يو څه اختلافونه رامنځته شوي او موږ هم په دې هيله وو چې له يادو ډلو به يې يوه يا له دولت سره يو ځاى کېږي او يا هم په خپلو منځو کې جګړه کوي."

دغه راز په قيصار کې شپږ طالبان د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.

فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسوول وويل چې دغه ډله کسان په داسې حال کې وژل شوي چې امنيتي ځواکونو ته يې د سړک غاړې د ماين خښولو هڅه کوله چې په پايله کې د خپل ماين موخه ګرځېدلي دي.

سرچينې زياته کړه چې دغه چاودنه نن ترسره شوې او په يادو وژل شوو کسانو کې د ملا باري په نوم چې په ادم خان مشهور و، د ماين جوړونې ماهر هم شامل دى.

د فارياب د ولايتي شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي وايي چې په دې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او درى نور ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې د يادو دوو پېښو په اړه څه نه ديي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.