ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان سرپرست مستوفي د بډې اخيستو په تور ونيول شو

د نورستان سرپرست مستوفي د بډې اخيستو په تور ونيول شو

author avatar
2 Aug 2015 - 15:00
د نورستان سرپرست مستوفي د بډې اخيستو په تور ونيول شو
author avatar
2 Aug 2015 - 15:00

جلال اباد (پژواک، ۱۱ زمری ۹۴): د نورستان سرپرست والي وايي چې د دغه ولايت سرپرست مستوفي د  بډې اخيستنې په تور نيول شوى او دوسيه يې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم د زمري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته يې د مستوفيت د محاسبې مدير محمدايوب چې اوس سرپرست هم دی د اختلاس په تور نيولى دى.

والي وايي چې  دا اختلاس د امنيې قوماندانۍ د تاسيساتو د جوړولو په مسئله کې غوښتل شوی و.

نوموړی وايي: ((د نورستان مستوفي د درملنې لپاره بهر تللی او پر ځای  يې د محاسبې مدير محمدايوب سرپرست و، چې تېره ورځ مو له سل زره افغانيو اختلاس  سره لاس په لاس ونيو.))

حافظ عبدالقيوم زياتوي چې نيول شوی کس له پوليسو سره دی او دوسيه يې رسمي شوې ده.

نوموړی زياتوي چې د فساد پر وړاندې يې جدي مبارزه پيل کړې او په روان کال کې يې د فساد شپږ دوسيې څارنوالۍ ته لېږلې دي.

بلخوا د نورستان امنيې قوماندان مل پاسوال خليل الله ضايي پژواک ته تاييد کړه چې د دغه ولايت سرپرست مستوفي  يې د اختلاس په تور نيولی او څېړنې ترې پيل شوې دي.

د نورستان د مرکز پارون يوه اوسېدونکي صاحب الله پژواک ته وويل چې  په فساد کې ښکېل دغسې چارواکي دې  مجازات شي څو د نورو مخنيوی وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.