ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د کجکي له بېوزلو سره مرسته شوي توکي سوځولي

وسله والو د کجکي له بېوزلو سره مرسته شوي توکي سوځولي

author avatar
2 Aug 2015 - 11:56
وسله والو د کجکي له بېوزلو سره مرسته شوي توکي سوځولي
author avatar
2 Aug 2015 - 11:56

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ زمری ۹۴): د هلمند د کجکي ولسوالۍ چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د سرې مياشتې له خوا د دې ولسوالۍ لپاره مرسته شوي توکي سوځولي دي.

څه موده وړاندې د کجکي ولسوالۍ چارواکو او اوسېدونکو ويلي وو چې طالبانو د دې ولسوالۍ مواصلاتي لارې تړلې، خلک او امنيتي سرتېري د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د کجکي ولسوال ملا عبدالرازق د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د کښته په سيمه کې د سرې مياشتې له لوري د دې ولسوالۍ له خلکو سره مرسته شوي توکي سوځولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سرې مياشتې له لوري له څه باندې اويا کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې وه خو تر کورنيو ونه رسېدل او طالبانو وسوځول.

هغه زياته کړه: ((په هغې سيمه کې چې دغه توکي سوځول شوي دي، هلته هم ډېرې اړې کورنۍ وې، که چېرې طالبانو پر هغو کورنيو هم وېشلي واى، هېڅ ستونزه يې نه درلوده.))

عبدالرازق وايي چې طالبانو يواځې توکي سوځولي او موټرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر حاجي نېک محمد بيا وايي چې دغه مرستې د سرې مياشتې له خوا د ٢٤٠ کورنيو لپاره برابرې شوې وې، خو طالبانو سوځولې دي.

نوموړي وويل: ((پرېکړه داسې شوې وه، چې نيمې مرستې به  د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې پر اړو کورنيو وېشل کېږي او نيمې به د ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې اړو کورنيو ته ورکول کېږي خو مرستې طالبانو سوځولې دي.))

په هلمند کې د سرې مياشتې دفتر هم وايي چې د دغه دفتر له لوري مرسته شوي توکي په کجکي ولسوالۍ سوځول شوي دي.

د هغوې د معلوماتو له مخې، سرې مياشتې په کجکې ولسوالۍ سروې کړې ده چې له مخې يې بايد له درى سوه اړو کورنيو سره مرستې وشي.

دوى وايي چې سوځول شوي مرستې د يو اويا کورنيو لپاره استول شوې وې.

خو د سرې مياشتې دفتر دا ونه ويل چې دغه مرستې چا سوځولې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.