کابل (پژواک ١١ زمرى ٩٤): ولسمشر اشرف غني له المان څخه د وېډيو کنفرانس له لارې د هېواد د عمومي حالت د ارزنې ترڅنګ د خپلې روغتيا په اړه ډاډ څرګند کړى دى.
نوموړى د معالجو ډاکټرانو په سلا، څلور ورځې وړاندې د خپلې پښې د درملنې لپاره المان ته تللی دی.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازیګر د افغانستان له لوړپوړو چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد عمومي حالت و ارزاوه.
سرچينه کاږي، په دغه ویډیو کنفرانس کې د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش، اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت لوی ريیس ګډون کړی و.
سرچينه زياتوي، ولسمشر د هېواد د امنیتي حالت او وروستیو بدلونونو په اړه وویل: "موږ د افغانستان د ښه راتلونکي په اړه فکر کوو او زموږ وروستۍ موخه په افغانستان کې د عزت لرونکې او تلپاتې سولې ټینګښت دی."
ده زياته کړې، دی د پاکستان د دولت له مشرانو سره په دواړو هېوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښټ لپاره په اړيکه کې دی او په دې اړه به له هېڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړي.
ولسمشر په هېواد کې د وروستیو امنیتي بدلونونو په اړه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کړنو ستاینه کړې ده.
نوموړي په مصر کې د سویس د دوهم کانال د پرانیستې مهمې ناستې ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، په دغې ناسته کې به د افغانستان له لوري اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون وکړي.
اشرف غني همداراز افغانستان ته د ترکمنستان د ولسمشر د سفر لپاره د لا ښه چمتووالي په خاطر د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته لازمې لارښوونې وکړې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه ویډیو کنفرانس په پای کې ولسمشر غني ډاډ څرګند کړ، چې د پښې عملیات یې په بریالیتوب سره سرته رسېدلي، په عمومي ډول یې روغتیا د ډاډ وړ ده او د معالجو ډاکټرانو له مشورو وروسته به ژر تر ژره هېواد ته راستون شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن