ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې لسګونه تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

په کندوز کې لسګونه تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

author avatar
2 Aug 2015 - 18:35
په کندوز کې لسګونه تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول
author avatar
2 Aug 2015 - 18:35

کندوز( پژواک،١١ زمرى ٩٤): د کندوز د پوهنې مسوولين وايي چې  روان کال د ناامنيو او جګړو  له امله ، څه باندې ٥٠ ښوونځي تړل شوي وو چې بېرته پرانيستل شوي دي.

د هغوى په وينا، دا ښوونځي په چهاردرې ، علي اباد، دشت ارچي او ګورتپه ولسواليو او د کندوز مرکز اړوند  يو شمېر نورو سيمو کې تړل شوي وو.

 د کندوز د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالکريم وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ښوونځي د امنيتي اندېښنو، جګړو او وسله والو مخالفينو د فعاليتونو له امله تړل شوي وو او زرګونه زده کوونکي له درسي بهير څخه بې برخې شوي وو.

هغه زياته کړه چې دا ښوونځي په تېرو دوو مياشتو کې د لنډ مهال لپاره تړل شوي وو چې د سيمې د مشرانو او مخورو په همکارۍ او منځګړيتوب بېرته خلاص شوي او زده کوونکو په څلورنيم مياشتنۍ ازموينو کې ګډون کړى دى.

وحدت، د بېلګې په توګه د علي اباد ولسوالۍ د شت کندهاري او لرخابي ښوونځيو ته په اشارې سره وويل،کوم زده کوونکي چې په دې ښوونځيو کې له لوست څخه محروم شوي ،د ګاونډيو کليو ښوونځيو ته تللي او له ازموينو ورکولو څخه وروسته د ښوونځيو له بيا پرانيستلو سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

د يادونې ده، چې د سړو سيمو د ښوونځيو زده کوونکي د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو له ورکولو  او د دوبي له رخصتيو څخه وروسته نن(١١ زمري) بېرته ښوونځيو ته حاضر شول.

د کندوز د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وايي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې تړل شوي ښوونځي هم د قومي مخورو او مشرانو په منځګړيتوب بېرته پرانيستل شول.

هغه د پوهنې پر بهير د جګړو اغېز زيان اړونکى بولي او له ټولو ښکېلو اړخونو څخه يې وغوښتل څو معارف خپله موخه و نه ګرځوي.

 وحدت وويل: " جګړه تباهي، ويجاړي او اقتصادي بې وزلي راولي او ټولنيزې اړيکې زيانمنې کوي."

د روان کال په  جګړو او چاڼيزو عملياتوکې په دشت ارچي، امام صاحب او چهاردرې ولسواليو  او  د مرکز اړوند په ګورتپې سيمه کې دواړو لورو ته د درنو تلفاتو اوښتو تر څنګ، ١٨زره کورنۍ چې شمېر يې څه باندې سل زرو ته رسېده بې ځايه شوې  چې په دې کار سره هم د پوهنې بهير ګډوډ شو.

 د چهاردرې ولسوالۍ د نجونو ښوونځي زده کوونکې معصومې وويل،کله چې جګړې زور واخيست کورنۍ يې د کندوز مرکز ته کډه شوه او هغه ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شوه.

نوموړې زياته کړه چې دوه مياشتې له ښوونځي څخه محروم وه او د ازموينو پر مهال يې هڅه وکړه څو ازموينې تر سره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.