ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندړو کې د ماين چاودنې درې ښځې ووژلې

اندړو کې د ماين چاودنې درې ښځې ووژلې

author avatar
3 Aug 2015 - 11:43
اندړو کې د ماين چاودنې درې ښځې ووژلې
author avatar
3 Aug 2015 - 11:43

غزني ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې درې ښځې وژلې او يو بل تن يې ټپي کړى دى.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چادونه نن سهار شاوخوا ٩ بجې د اندړو ولسوالۍ په خړ کلي کې پر يوه زرنج موټرسايکل شوې ده.

ننګ وايي چې په دې چاودنه کې درې ښځې وژل شوې او يو بل کس ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه: ((ياد کسان د خړ په سیمه کې یوې فاتحې ته تلل چې د لارې په اوږدو کې پرې د سړک غاړي د ماین چاودنه وشوه.))

د خړ کلي اوسېدونکي محمدرحيم پژواک ته وويل: ((دا کسان ټول د يوه کور کسان و چې بل کلي ته روان وو او د لارې په اوږدو کې چاودنه پرې شوې او درې ښځې په کې وژل شوې دي.))

د اندړو ولسوالۍ د روغتيايي مرکز يو ډاکتر عبدالله پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې دوى ته يو ټپي ور وړل شوى دى.

هغه وايي چې د ټپي کس روغتيايي حالت ښه دى.

د اړوندې پېښې په اړه د غزني ولايت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوي اعلاميه کې راغلي چې د غزني سرپرست والي موسى خان اکبر زاده پر دې پېښه ډېر خواشينى شوى او دغه کار يي د افغانستان د دښمنانو کړنه بللې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.