ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينډنډ سرپرست ولسوال د جنسي تېري په تور ونيول شو

د شينډنډ سرپرست ولسوال د جنسي تېري په تور ونيول شو

author avatar
3 Aug 2015 - 20:07
د شينډنډ سرپرست ولسوال د جنسي تېري په تور ونيول شو
author avatar
3 Aug 2015 - 20:07

هرات ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د هرات د شينډنډ ولسوالۍ سرپرست فرامرز سمندر له  درېيو پوليسو سرتېرو سره پر يوې ښځې د جنسي تېري په تور ونيول شول.

د هرات د والي وياند احسان الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل، د شينډنډ ولسوالۍ سرپرست فرامرز سمندر له خپلو درېيو سرتېرو سره، نن د امنيتي ځواکونو له لوري پر يوې مېرمنې د جنسي تېري په تور ونيول شول.

د حيات په وينا، د دې پېښې د روښانه کېدو لپاره څېړنې روانې دي او که دا خبر رښتيا وي، سمندر او له هغه سره نيول شوو سرتېرو ته به د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

د هرات والي وياند زياته کړه، تر اوسه دا خبر د ادعا په بڼه دى، چې له څېړنو څخه وروسته به دا موضوع جوته شي.

په ورته وخت کې د شينډنډ ولسوالۍ سرپرست فرامرز سمندر دا ادعا رد کړه او ويې ويل: "تېره شپه مې څو پوليس سرتېرې د داوود نومي کور ته، چې په ولسوالۍ کې اشپز دى، ور ولېږل، څو موږ ته ډوډۍ پخه کړي، خو دې کس ادعا کړې ده، چې پر کورنۍ يې تېرى شوى دى."

نوموړي پژواک ته وويل، چمتو دى چې د دې ادعا په وړاندې ځواب ووايي.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.