ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو شورا: د ملا عمر تر فاتحې وروسته به نوى مشر وټاکو

د طالبانو شورا: د ملا عمر تر فاتحې وروسته به نوى مشر وټاکو

author avatar
3 Aug 2015 - 10:39
د طالبانو شورا: د ملا عمر تر فاتحې وروسته به نوى مشر وټاکو
author avatar
3 Aug 2015 - 10:39

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا منصور له ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلى او اعلان يې کړى چې د ملا محمدعمر د فاتحې تر مراسمو وروسته به نوى مشر وټاکي.

د طالبانو د تحريک د بنسټ اېښودونکي مشر ملا محمدعمر د مړينې خبر تېره اوونۍ ورکړل شو، خو دا نه وو ويل شوي چې کله او چېرې مړ شوى دى.

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دوى د ډلې مرستيال ملا منصور د نوي مشر په توګه ټاکلى دى.

خو د طالبانو د عالي شورا له خوا د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عمر تر وفات وروسته ځينو محدودو اشخاصو په خپلسري ډول د ده ځای ناستی په داسې توګه وټاکه چې نه يې له عالي شورا سره خبره شريکه کړه او نه يې علماء کرامو سره مشورې کړې.

سرچينې زيات کړې، يادو کسانو د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره د ګوتو په شمېر خلکو پر وړاندې د ملا اخترمحمد منصور د زعامت اعلان وکړ او پر طالبانو يې د ده رهبري وتپله.

د طالبانو عالي شورا ويلي چې د ملا منصور ټاکنه نه له اسلامي اصولو او مقرراتو سره سمون خوري او نه د نړۍ په نهضتونو کې داسې ډول کومه ټاکنه تر سترګو شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د طالبانو د عالي شورا او د ملا عمر کورنۍ په نظر کې لري چې د هغه د فاتحې له مراسمو وروسته د عالي شورا د غړو، د اهل حل و عقد علماؤ، پوهانو او ملي اشخاصو په ګډون يوه غونډه  جوړه کړي تر څو په ترڅ کې يې د تحريک لپاره د نوي مشر پر ټاکنه ژور بحث او غور وکړي.))

د يادونې ده، پرون د ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان هم د يوه غږيز پيغام له لارې چې رسنيو ته يې لېږلى و، ويلي وو چې ملا محمد عمر کورنۍ له چا سره بيعت نه دى کړى او نه هم د اختلافاتو په صورت کې له چا سره بيعت کولو ته چمتو ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.