ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني سوداګر د سړو خونو غوښتنه کوي

د غزني سوداګر د سړو خونو غوښتنه کوي

author avatar
3 Aug 2015 - 14:53
د غزني سوداګر د سړو خونو غوښتنه کوي
author avatar
3 Aug 2015 - 14:53

غزني ښار (پژواک، ۱۲ زمری ۹۴): په غزني ولايت کې يو شمېر سوداګر او کروندګر د سړو خونو د نه شتون له امله شکايت کوي او وايي چې د سړو خونو د نشتوالي له امله هر کال زيانونه کوي.

د غزني سوداګر او يو شمېر کروندګر وايي چې د مېوو او سبزيو د ساتنې لپاره سړې خونې نه لري او هر کال له دې برخې ورته ډېر تاوان رسېږي.

د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي او سوداګر محمد اکرم د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړو خونو نه شتون سوداګر او کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي چې د غزني کرنيز توليدات د نورو ولايتونو او ګاونډيو هېوادونو په سوداګرو پلوري خو که د يوې مودې لپاره په سړو خونو کې وساتل شي نو بيا کولاى شي په ښه نرخ يې وپلوري.

محمداکرم زياته کړه: ((د حاصلاتو په وخت کې د مېوو او سبزیجاتو قیمتونه ډېر ټیټ وي، حتي خپله بزګر ته هم څه په کې نه پاتې کېږي خو که سړې خونې وي او حاصلات وساتل شي نو بيا په ښه نرخ خرڅېداى شي.))

په غزني کې بل سوداګر رحیم الله پژواک ته وويل چې د سړو خونو د نه شتون له امله د کروندګرو له نيمايي ډېر حاصلات له منځه ځي.

ده وويل: ((د حاصلاتو په وخت کې د حاصلاتو قيمتونه ټيټ وي، کروندګر يې نه خرڅوي خو د ساتلو لپاره يې ځاى نه لري بيا ترې خرابېږي.))

دغه راز د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ يو کروندګر حميدالله پژواک ته وويل: ((زه د انګورو، مڼو، او الو باغونه لرم که چېرې يې په خپل وخت سره وپلورم نو تاوان راته کوي او که چېرې يې وساتم نو ډېر يې راڅخه خرابيږي.))

د قره باغ ولسوالۍ يو بزګر محمداشرف وايي: ((موږ خو د سړو خونو د نه شتون له امله نه شو کولاى خپل حاصلات وساتو خو سوداګر بايد زموږ مالونه ډېر ارزانه وانه خلي ځکه دوى کولاى شي د نورو ولايتونو په سړو خونو کې يې وساتي.))

يادو کسانو له دولته غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د سوداګرۍ د پرمختګ په موخه په غزني ولايت کې سړې خونې جوړې کړي.

د غزني د کرنې، مالدارۍ اوبو لګولو رياست مشر سلطان حسين عباسيار پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د برېښنا د نه شتون له امله سړې خونې فعالې نه دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د غزني په ښار او مقر ولسوالۍ کې دوه سړې خونې شته خو د برېښنا د نه شتون له امله فعالې نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.