ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملا منصور يو مرستيال له وسله وال بريده روغ وتلى

د ملا منصور يو مرستيال له وسله وال بريده روغ وتلى

author avatar
3 Aug 2015 - 10:27
د ملا منصور يو مرستيال له وسله وال بريده روغ وتلى
author avatar
3 Aug 2015 - 10:27

کوېټه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): راپورونه وايي چې ناپېژاندو وسله والو د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د طالبانو د نوي مرستيال مشر پر کاروان بريد کړى، خو هغه ترې روغ وتلى دى.

په کوېټه کې طالبانو ته يوې نږدې سرچينې د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د طالبانو د نوي مشر ملا منصور پر مرستيال مولوي هيبت الله نورزي د موټرو پر کاروان شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دغه کاروان کې د نورو طالب استازو تر څنګ د طالبانو بل مرکزي مشر او د ننګرهار پخوانى والي مولوي عبدالکبير هم شتون درلود.

يادې سرچينې وويل چې دغه بريد پرون له غرمې وروسته د بلوچستان ايالت اړوند د چمن ښار اړوند د پاى پاس او ښار تر منځ پر سړک شوى دى.

طالبانو ته نږدې دغې سرچينې وويل چې د طالبانو مرستيال امير مولوي هيبت الله او مولوي عبدالکبير له دغه بريده روغ وتلي دي، خو درى ملګري يې ژوبل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو طالب مشرانو ځايي مدرسو ته د ملا منصور لپاره د بيعت اخيستلو په موخه روان و، چې تر بريد لاندې راغلل.

د يادونې ده، چمن د ملا عبدالرزاق پلرنۍ سيمه ده او ګڼ پلويان په کې لري، ملا عبدالرزاق د ملا منصور له ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلى دى.

ملا منصور تېره اوونۍ د ملا عمر تر مړينې وروسته د طالبانو د نوي مشر يا امير په توګه ټاکل شوى دى، خو يو شمېر مهمو طالب مشرانو له نوموړي سره مخالفت څرګند کړى دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.