ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له ملا منصور سره د بيعت کولو ويډيو خپره کړه

طالبانو له ملا منصور سره د بيعت کولو ويډيو خپره کړه

author avatar
3 Aug 2015 - 13:46
طالبانو له ملا منصور سره د بيعت کولو ويډيو خپره کړه
author avatar
3 Aug 2015 - 13:46

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د ملا محمد عمر له مړينې وروسته د طالبانو په ليکو کې د اختلافاتو خبرونه خپاره شول، طالبانو له خپل نوي مشر سره د بيعت او د شورا د غونډې ويډيو خپره کړه.

دغه ويډيو چې يوه دقيقه او ٤١ ثانيې ده، په کې  يو لوى او پراخ داسې ځاى ښودل کېږي چې کوم جامع جومات يا مدرسه وي.

په دې ويډيو کې ښودل کېږي چې د طالبانو نوى مشر ملا منصور لومړى يوې پراخې غونډې ته ته چې په کې سلګونو کسانو ګډون کړى، وينا کوي، خو د ملا منصور څېره نه ښودل کېږي.

د هغه تر خبرو وروسته د يادې ساحې په يوه مرکزي برخه کې ګڼه ګوڼه زياتېږي او پلويان يې په وار سره له منصور سره بيعت کوي.

په ويډيو کې ښودل کېږي چې يوه تن د لاسي پکې په وسيله ملا منصور ته پکه وهي او مينه والو ته سپارښتنه کوي چې نوبت مراعات کړي.

تر دې مخکې وسله والو طالبانو د مشر ملا منصور نيم ساعته غږ هم خپور کړى و چې هغه په خپله وينا کې ډېرى د طالبانو په ليکو کې پر اتحاد او اتفاق ټينګار کړى و.

طالبانو دا ويډيو په داسې حال کې خپره کړې چې د ملا عمر تر مړينې وروسته د طالبانو په ليکو کې د اختلافاتو راپورونه ورکړل شول. ويل کېږي چې ملا حسن رحماني، ملا عبدالرزاق، د ملا عمر ورور ملا منان نيازي له ملا منصور سره مخالفت څرګند کړى دى.

ملا منصور تېره اونۍ د ملا عمر تر مړينې وروسته د طالبانو د نوي مشر يا امير په توګه ټاکل شوى دى، خو يو شمېر مهمو طالب مشرانو له نوموړي سره مخالفت څرګند کړى دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.