ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ملا عمر د فاتحې مخه نيول شوې

غزني کې د ملا عمر د فاتحې مخه نيول شوې

author avatar
3 Aug 2015 - 17:52
غزني کې د ملا عمر د فاتحې مخه نيول شوې
author avatar
3 Aug 2015 - 17:52

غزني (پژواک، ۱٢ زمری ۹۴): د غزني ولايت چارواکي وايي چې د ښار اړوند د قره باغي په سيمه کې د وسله والو طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د فاتحې اخيستو مخنيوى يې کړى دى.

د وسله والو طالبانو پخوانې مشر ملا محمد عمر شاوخوا دوه کاله وړاندې په ګاونډي هېواد پاکستان کې مړ شوى دى خو د مرګ خبر يې تېره اونۍ خپور شو.

د قره باغي سیمې اوسېدونکي محمد انور د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو نن د قره باغي په سيمه کې د ملامحمد عمر فاتحه واخيسته.

هغه زياته کړه: ((زه خپله فاتحې ته ورغلم، فاتحه سهار نهه بجې پيل شوه او د غرمې تر يوې بجې پورې يې دوام وکړ، تر غرمې پورې هېڅ خبره نه وه طالبانو امنيت نيولى و.))

دى وايي چې له غرمې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته راغلي اوس يې سيمه کلابنده کړې ده.

د همدې سيمي بل اوسېدونکى رحمت الله وايې: ((طالبانو پرون ډېر زيات اعلانونه وکړل چې په دې فاتحه کې بايد برخه واخيستل شي او خيراتونه بايد وشي.))

هغه وايي چې د سيمې خلکو پيسې ټولې کړې او د خيرات کولو لپاره يې چمتووالى ونيو او خلکو ته يې نن غرمه ډوډۍ ورکړه.

دى هم وايي چې د غرمې له ډوډۍ وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته راغلل او طالبان وتښتېدل.

د غزني د سرپرست والي ویاند شفیق ننګ هم وايي چې طالبان نن په قره باغې سيمه کې د خپل مشر ملامحمد عمر فاتحه اخيسته.

هغه وايي چې له غرمې مخکې امنيتي ځواکونو پر ياده سيمې عمليات وکړل چې له امله يې طالبان له سيمې وتښتېدل.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې طالبان غيبي جنازي نه کوي او زياتوي چې طالبانو په غزني کې د خيرات په نوم له چا پيسې نه دې ټولې کړې.

هغه زياته کړه: ((زموږ په مذهب کې غیبي جنازه نشته او نه به هم طالبان دا کار وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.