ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب ته د جنرال دوستم سفر د امنيتي ځواکونو روحيه پياوړې کړې

فارياب ته د جنرال دوستم سفر د امنيتي ځواکونو روحيه پياوړې کړې

author avatar
3 Aug 2015 - 15:45
فارياب ته د جنرال دوستم سفر د امنيتي ځواکونو روحيه پياوړې کړې
author avatar
3 Aug 2015 - 15:45

ميمنه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د المار ولسوالۍ د قرايي سيمه په داسې حال کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوې چې د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم د امنيتي ځواکونو د تنظيم لپاره ياد ولايت ته تللى دى.

دغه ستراتيژيکه سيمه چې له ٣٠ زيات کلي او شا وخوا ٣٠ زره نفوس لري، د چنګاښ مياشتې په ٢٢ مه نېټه د طالبانو له لوري نيول شوې وه.

فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمدرضا رضايي وايي چې د قرايي مرکز نن نيول شوى او په شاوخوا غونډيو کې تر اوسه پورې نښتې روانې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې اوه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي او له دې امله چې په سيمه کې مخابراتي انتن پرې شوې، تر اوسه پورې يې کره شمېر نه دى معلوم.

د اردو ياد چارواکي زياته کړه چې د يادو عملياتو لارښوونه د ملي اردو پر غاړه ده او په هغه کې د عامه نظم، ځانګړې قطعې، سرحدي پوليس او ولسي ځواکونه برخه لري.

د رضايي په وينا، د قيصار په ولسوالۍ کې له پرون مازديګر راهيسې شل کلي د ولسي ځواکونو له خوا چې مشري يې د ولسي جرګې غړى فتح الله قيصاري پر غاړه لري، د مخالفينو له شتون پاک شوي او د قرايي له سيمې سره د کليو اړيکې ټينګې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال دوستم جوزجان ته له اوږده سفر وروسته پرون فارياب ته تللى او د جګړن رضايي په وينا؛ فارياب ته د دوستم په راتلو سره د امنيتي او ولسي ځواکونو روحيه نوره هم لوړه شوې ده.

د ولسمشر لومړي مرستيال د فارياب مرکز ميمنې ښار ته په رسېدو سره يو شمېر کسانو ته چې په ياده سيمه کې راغونډ شوي وو، وويل چې ياد ولايت ته د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه راغلى، څو شته امنيتي ستونزې حل کړي.

د ملي اسلامي جنبش ياد مشر زياته کړه: "ستاستو ګيلې منم، له هغه وروسته چې کابل ته لاړم نو د فارياب خلکو له زړورتيا مو يادونه وکړه او د دولت په بېلابېلو برخو کې به ملکي او پوځي کدرونه په دندو وګومارو."

هغه زياته کړه چې د فارياب خلکو په تېرو ټاکنو کې ورته ٥٠٠ زره رايې ورکړې او په ياده ملي پروسه کې يې مهم رول لوبولى دى.

جنرال دوستم، د شلو امنيتي سرتېرو له کورنيو چې په وروستيو نښتو کې وژل شوي وو، دغه راز ٢٢ نور چې د المار ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې يې ژوند له لاسه ورکړى و، خواخوږي څرګنده کړه.

په ياد بريد کې چې د چنګاښ مياشتې په ٣١ مه نېټه تر سره شو، ٣٤ ملکيان هم ټپيان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.