ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په سوله کې پاکستان باوري ملګرى نه، بلکې ماهر لوبغاړى دى”

“په سوله کې پاکستان باوري ملګرى نه، بلکې ماهر لوبغاړى دى”

author avatar
3 Aug 2015 - 11:12
“په سوله کې پاکستان باوري ملګرى نه، بلکې ماهر لوبغاړى دى”
author avatar
3 Aug 2015 - 11:12

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۴ ): د افغان سولې په اړه په يوه علمي ناسته کې ډېرى ګډونوالو په دې پروسه کې پاکستان د يوه باوري ملګري پر ځاى ماهر لوبغاړى وباله.

دغه ناسته د سبا فکر په نامه د يوې ټولنې له خوا د علمي بحثونو د لړۍ  څلورمه ناسته وه چې " د افغانستان سوله؛ پاکستان باوري ملګري که ماهر لوبغاړی" تر سرليک لاندي په کابل کې شوې وه.

په دې ناسته کې د سياسي چارو پر دوو کارپوهانو سربېره، د رسنيو يو شمېر فعالانو، د مدني ټولنو غړو او د دغو علمي بحثونو مينه والو ګډون درلود.

د دې علمي ناستې  وينا وال د سياسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند او د مشرانو جرګې پخوانی منشي او د سولې عالي شورا اوسنی منشي پوهنوال امين الدين مظفري وو، چې هر يوه د اړوندې موضوع په اړه خپل نظريات او شننې ګډوالو ته واورول  او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې د افغان سولې بهير په ترڅ کې  د پاکستان پر ونډه او نقش شک څرګند کړ.

ډاکتر ځلاند د بحث د اصلي موضوع تر شرحې وړاندې په نوولسمه زېږديزه پېړۍ کې د اسيا په سوېل کې د انګرېزي استعمار د شتون د وخت حالات او په ترڅ کې يې د پاکستان په نامه د خپلواک ملک جوړښت، د افغانستان او پاکستان او پاکستان او هند تر منځ د سرحدونو په منځ کې د اختلافي سيمو پرېښودو ته اشاره وکړه .

نوموړى پر دې باور و چې انګرېزانو د افغانستان او پاکستان او هند او پاکستان تر منځ سرحدي شخړې د دې لپاره پرېښودې چې په راتلونکي کې له هغو څخه په خپله ګټه کار واخلي.

دغه وينا وال د افغان سولې بهير په اړه د پاکستان د ونډې او نقش په رابطه، د تېر لنډ تاريخ څخه د شوروي يرغل پر وړاندې د افغانانو د جهاد مثال وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې شوروي اتحاد له افغانستان څخه د جنيوا تر خبرواترو ډېر وړاندې غوښتل ووځي او خپله ماتې يې منلې وه، خو دا پاکستان و چې غوښتل يې شوروي اتحاد د خپلو ګټو ترلاسه کولو په موخه، هغوی نور هم دلته ښکېل وساتي.

ډاکتر ځلاند په دې وروستيو کې د پاکستان په مري ښار کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د خبرو اترو پر لړۍ د بې باورۍ ښودلو په ترڅ کې زياته کړه چې لکه څه ډول يې چې د شوروي د يرغل تر ماتې وروسته، په راولپنډۍ کې د مجاهدينو حکومت جوړ کړ، په همدې بڼه دغه ځل هم غواړي په مري کې د طالبانو يو حکومت جوړ کړي.

همدارنګه د سولې د عالي شورا منشي پوهنوال مولوي امين الدين مظفري چې د دغه علمي بحث دويم وينا وال و، په خپلو خبرو کې يې څرګنده کړه چې پاکستان هېڅ کله د افغان سولې په اړه د يوه صادق او باوري   همکار ونډه نه لوبوي او د ده په خبره، پاکستان تل د يوه ماهر لوبغاړي رول لوبولى دى.

نوموړي د دغه متل په ويلو سره چې وايې: له ګاونډي څخه په پور کړو پښو، جنت ته تر تللو غوره ده چې سړی دوزخ ته ولاړ شي؛ څرګنده کړه چې پاکستان هېڅکله له خپل هېڅ ګاونډي سره صادق نه دی پاتې شوی او د ده په خبره، د پاکستان تاريخ تل له ګاونډيانو سره له اختلافاتو، تيت او پاشل توب او لانجو څخه ډک دی.

مظفري دا هم څرګنده کړه چې پاکستان په هوښيارۍ سره وکولای شول د ملا محمدعمر مړينه، د دوو يا دوه نيمو کلونو لپاره پټه وساتي او په داسې ځای کې يې له هغې څخه ګټه واخيسته چې د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو زمينه برابره شوه.

هغه که څه هم پر دې نظر و چې په مري کې د طالبانو او افغان حکومت د وروستيو خبرو اترو لپاره د طالبانو پلاوی د ملا اختر منصور په لاسليک ټاکل شوی و، خو له دې سره سره يې د ملا محمد عمر تر مړينې وروسته د طالبانو له پاشل کېدو يې اندېښنه ښکاره کړه او څرګنده يې کړه چې شايد تر دې وروسته د طالبانو د واحدې رهبرۍ د نه شتون له امله د سولې هلې ځلې چندان پايلې ونه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.