ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ولايتي شورا د حکومتدارۍ او امنيت برخوکې همکاري کوي

د خوست ولايتي شورا د حکومتدارۍ او امنيت برخوکې همکاري کوي

author avatar
4 Aug 2015 - 17:15
د خوست ولايتي شورا د حکومتدارۍ او امنيت برخوکې همکاري کوي
author avatar
4 Aug 2015 - 17:15

خوست ښار ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : د خوست د ولايتي شورا غړي وايي، هڅه کوي د قانون په تطبيق،دغوره حکومتوالۍ په پياوړتيا، د امنيت په ټينګښت او نورو برخو کې  چې د دوی له وس پوره وي  له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي.

د خوست د ولايت مقام څخه د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې څرګندونې له والي حکم خان حبيبي سره د ولايتي شورا په مياشتنۍ غونډه کې د دغې شورا غړو وکړې.

خبرپاڼه کې د شورا د غړو په حواله راغلي، هڅه کوي چې د ولايتي ادارې په همکارۍ ولسي ستونزې دنافذه قوانينو په رڼا کې هوارې کړي.

سرچينه زياتوي: ((د ولايتي شورا ټولو وکيلانو ژمنه وکړه، چې د ولايتي ادارې له ملکي او نظامي ارګانونو سره د امنيت په تامين،د سولې او ثبات په ټينګښت او د قانون په حاکميت کې اوږه په اوږه ګډ کار وکوي.))

په ياده خبرپاڼه کې راغلي، والي د شورا له غړو مننه وکړه چې له دوی سره د خوست په ابادۍ، سمسورتيا، امنيت او رغونه کې  په ګډه همکارۍ ټينګار کوي.

هغه وويل: ((د ولايتي شورا غړي د ولس له منځه انتخاب شوي ولسي استازي دي او کولای شي  په خپلو سيمو او ولسواليو کې د ولسي همکاريو په خپلولو سره د امنيت په تامين او د ناوړه دودونوپه له منځه وړلو کې اغېزمن رول ولوبوي.))

د سرچينې په حواله، والي حبيبي ولايتي شوراته ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به د دې شورا له ټولو غړو سره له هر راز توپيري چلند پرته ښې اړيکې وساتي او د اړتيا پرمهال به د ولسونو د استازو په توګه د هر غړي لازم لاسنيوی وکړي.

د خوست ولايت يو تن اوسېدونکي محمدزمان پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا غړي د خلکو په رايو ټاکل شوي دي او تر دولتي چارواکو دوی د خپلو سيمو پر ستونزو ښه پوهېږي.

محمد زمان زياته کړه، چې که ولايتي شورا په خپل وخت هره ستونزه له ولايتي اداره سره شريکه کړي، کولای شي د خلکو ستونزو او اړتياوو ته په ګډه مثبت ځواب ووايي.

نوموړي د ولايتي شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې د خپلو خلکو د ښګڼې په خاطر تل له يو او بل سره همغږي واوسي او د ستونزو په هواري کې يو له بل سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.