کابل(پژواک، ١٣ زمرى ٩٤): د سوداګرۍ او صنايعو خونې اوومه سروې څرګندوي چې په افغانستان کې د کاروبار د عمومي شرايطو شاخص د تېرو دوو کلونو په پرتله له ٣١ سلنې څخه ٢.٢ سلنې ته تنزيل کړى دى.
ددې خونې په نوې سروې کې چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې په کابل، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولايتونو کې د ٥٦٠ شرکتونو په ګډون تر سره شوې او څرګندوي چې د روان کال په درېيو مياشتو کې د کاروبار شرايط خراب شوي دي.
د سروې له مخې، هرات، کابل او کندهار په ترتيب سره د رضايت په ښکتنيو درجو کې ځاى لري، خو بلخ او ننګرهار د شپږو راتلونکو مياشتو لپاره هيله ورکوونکي دي.
د سوداګرۍ خونو موندنې څرګندوي چې د توليد سکتور له نسبتا ښه وضعيت نه برخمن دى، خو ساختماني سکتورونو او سوداګرۍ زيات زيان ليدلى دى.
سرچينې زياته کړه، ډېرى سروې شوو شرکتونو ويلي چې د کارکوونکو شمېره يې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله کمه شوې، د امنيتي وضعيت په برخه کې د سروې شوو خوشباوري کمه شوې، خو د اداري اصلاحاتو لپاره يې په تدريجي ډول غوښتنه زياته شوې ده.
د سروې پر بنسټ د کاروبار د عمده خنډونو ارزونه څرګندوي چې کافي امنيت د متشبثينو د کاروبار د پراختيا لپاره تر ټولو مهم عامل دى او له امنيت نه وروسته په ترتيب سره د اداري اصلاحات،غوره زېربناوې او مالي سرچينو ته لاسرسى د اقتصادي کاروبار د ودې بنسټيز عوامل دي.
سروې څرګندوي، څنګه چې ددې خونې په وروستيو څلورو سروې ګانو کې اداري اصلاحاتو ته تقاضا زياته شوې او د لومړي ځل لپاره دهغو کسانو شمېره چې اداري اصلاحات د کاروبار د پراختيا لپاره مهم بولي، د هغو کسانو په پرتله چې زيربناوې مهم بولي، زياته شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن