ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: په افغانستان کې کاروبار کم شوى

سروې: په افغانستان کې کاروبار کم شوى

author avatar
4 Aug 2015 - 17:57
سروې: په افغانستان کې کاروبار کم شوى
author avatar
4 Aug 2015 - 17:57

 کابل(پژواک، ١٣ زمرى ٩٤): د سوداګرۍ او صنايعو خونې اوومه سروې څرګندوي چې  په افغانستان کې د کاروبار د عمومي شرايطو شاخص د تېرو دوو کلونو په پرتله له ٣١ سلنې څخه ٢.٢ سلنې ته تنزيل کړى دى.

ددې خونې په نوې سروې کې چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې په کابل، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولايتونو کې د ٥٦٠ شرکتونو په ګډون تر سره شوې او څرګندوي چې د روان کال په درېيو مياشتو کې د کاروبار شرايط خراب شوي دي.

 د سروې له مخې، هرات، کابل او کندهار په ترتيب سره د رضايت په ښکتنيو درجو کې ځاى لري، خو بلخ او ننګرهار د شپږو راتلونکو مياشتو لپاره هيله ورکوونکي دي.

د سوداګرۍ خونو موندنې څرګندوي چې د توليد سکتور له نسبتا ښه وضعيت نه برخمن دى، خو ساختماني سکتورونو او سوداګرۍ زيات زيان ليدلى دى.

 سرچينې زياته کړه، ډېرى سروې شوو شرکتونو ويلي چې د کارکوونکو شمېره يې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله کمه شوې، د امنيتي وضعيت په برخه کې د سروې شوو خوشباوري کمه شوې، خو د اداري اصلاحاتو لپاره يې په تدريجي ډول غوښتنه زياته شوې ده.

د سروې پر بنسټ د کاروبار د عمده خنډونو ارزونه څرګندوي چې کافي امنيت د متشبثينو د کاروبار د پراختيا لپاره تر ټولو مهم عامل دى او له امنيت نه وروسته په ترتيب سره د اداري اصلاحات،غوره زېربناوې او مالي سرچينو ته لاسرسى د اقتصادي کاروبار د ودې بنسټيز عوامل دي.

 سروې څرګندوي، څنګه چې ددې خونې په وروستيو څلورو سروې ګانو کې اداري اصلاحاتو ته تقاضا زياته شوې او د لومړي ځل لپاره دهغو کسانو شمېره چې اداري اصلاحات د کاروبار د پراختيا لپاره مهم بولي، د هغو کسانو په پرتله چې زيربناوې  مهم بولي، زياته شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.