ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د ملاعمر د وير مراسمو کې له ګډون کوونکو  مامورينو دې پلټنې وشي

عبدالله: د ملاعمر د وير مراسمو کې له ګډون کوونکو مامورينو دې پلټنې وشي

author avatar
4 Aug 2015 - 11:54
عبدالله: د ملاعمر د وير مراسمو کې له ګډون کوونکو  مامورينو دې پلټنې وشي
author avatar
4 Aug 2015 - 11:54

کابل(پژواک، ١٣زمرى ٩٤):د حکومت اجرايي مشر د دښمن او پاکستان پر وړاندې د حکومت پر څرګند دريځ ټينګار او امر يې وکړ، څو له هغ, دولتي مامورينو پوښتنې ګروېږنې وشي چې د ملاعمر د وير په مراسمو کې يې ګډون کړى و.

ډاکټر عبدالله وايي، د حکومت له منځه د داسې کار تر سره کېدل په جګړه کې د ښمن ته رواني ګټه رسوي، ځکه خو بايد له کلکو پلټنو سره مخ شي.

نوموړي چې تېره ورځ يې د وزيرانو شورا ناستې ته خبرې کولې، له امنيتي ارګانونو يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي وي او اړين اقدامات وکړي.

عبدالله  ټينګار وکړ او ويې ويل، هغه دولتي مامورين چې د ملاعمر د فاتحې په مراسمو کې يې ګډون کړى و، بايد په رسمي ټول ترې پوښتنې ګروېږنې وشي او په دې برخه کې د شوو اقدماتو راپور په څرګند ډول وړاندې شي.

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه:((د ملي يووالي حکومت په هېواد کې د اوسني ناسم امنيتي وضعيت په پام کې نيولو سره، له مشروع کړنلارې څخه د دښمن د ځپلو په برخه کې په ډېر ښه وضعيت کې دى. دا يو واقعيت دى چې د ستونزو يوه  جدي برخه خپله په موږ او زموږ په دريځ کې ده.))

نوموړي وويل چې له دښمن سره د مبارزې او خلکو د دفاع په برخه کې دريځونه او سياستونه روښانه شي، ددې تر څنګ د سولې د خبرو د مخته وړلو په برخه کې دې بحث روڼ وي.

 عبدالله وويل:((د پاکستان د ناسمو لوبو او چلندونو په اړه هم بايد روښانه سياست ولرو.))

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي په دې ناسته کې وويل:((د ملاعمر د مرګ خبر زموږ د دفاعي سرتېرو لپاره ډېرجدي او نېک پيغام لري، په همدې توګه د دښمن جنګياليو ته هم دا پيغام ورکوي چې جګړه د دوى د ورکېدو او ناکامۍ لار ده.))

علومي له ملاعمر سره د خواخوږيو ځينو غونډو ته په اشارې وويل:((له بده مرغه ليدل کېږي چې حتى په کابل کې هم د دولت ځينو منسوبينو په دې مراسمو کې ګډون کړى دى.))

 هغه ټينګار وکړ چې په دې برخه کې دې بې غوري نه کېږي، وضعيت دا مني چې له هغو کسانو سره کلک  او قانوني چلند وشي چې د نظام په دننه کې د دښمن په ګټه تبليغات کوي.

په ورته وخت کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکو هم د وزيرانو شورا په ناسته کې وويل چې ټولو دولتي ادارو ته يې لارښوونه کړې چې د دولت تر واک لاندې ساحو کې د ملاعمر لپاره د فاتحې جوړولو مراسمو ته اجازه ورنه کړي.

 د اقتصاد وزير ستار مراد هم په دې اړه غبرګون وښود او ويې ويل:((له بده مرغه چې ملت د ځينو حالاتو په ليدو پرېښانه او اندېښمن کېږي. کله چې طالب هر ځاى زموږ خلک وژني، په ښارونو او جګړيزو جبهاتو کې له خلکو سره د دښمنۍ په برخه کې هېڅ هم نه سپموي. خو په بدل کې يې د همدې حکومت او سولې عالي شورا غړي د يوه ترهګر او  مزودر کس لپاره مجاهد نوم کاروي. ايا ددې محاسبه شوې چې دا ډول څرګندونې پر خلکو او ملت څه اغېز لري؟ ايا داسې څوک شته چې پر دې مسايلو فکر وکړي او اجازه ورنه کړي چې خلک له دې زيات بيچاره نه کړي او د خلکو باور له منځه يونسي؟))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.