ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٠٥ تنه نيول شوي

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٠٥ تنه نيول شوي

author avatar
4 Aug 2015 - 16:38
کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٠٥ تنه نيول شوي
author avatar
4 Aug 2015 - 16:38

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٤): کابل کې د تېرو دوه اوونيو په ترڅ کې د بېلابېلو جرمونو په اړوند ٢٠٥ تنه  نيول شوي او شمېرې په ګوته کوي چې په ياده موده کې د اخلاقي جرمونو او وسله والو غلاو کچه لوړه ده.

د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې ياد کسان د تېرو دوه اوونيو په موده کې د کابل په مرکز او ولسواليو کې د ١١٧ قضيو په تړاو نيول شوي دي.

نوموړي وويل، چې د اخلاقي جرمونو په تړاو يې ٤٧ تنه، د وسله والو غلاو په تور ٤١ تنه، د نشه يي توکو په تړاو ٣٣ تنه، قتل په تور ٢١ کسان، د عامه نظم د ګډوډۍ په تور ١٩ کسان، د پوځي توکو د پلور، د سيم باکس له يوې دستګاه څخه د غيرقانوني ګټې اخيستو او د جارحه وسلو په لکه بکس پنچه او داسې نورو د پلور په تور ١٥ کسان، د وسايطو د غلا په تور ٨ کسان، لار شکونې په تور ٨ کسان، لوټمارۍ په تور ٦ کسان، د غيرقانوني وسلو د لېږد په تور ٥ کسان او د وسلو د پلور په تور دوه کسان نيولي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزييات وړاندې نه کړل، خو زياته يې کړه چې ځينې مقناطيسي ماينونه، يو عراده غلا شوى موټر، لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او لسګونه ليټره الکولي مشروبات او ګڼ شمېر پوځي تجهيزات او البسه له يادو کسانو تر لاسه شوي دي.

امنيه قوماندان د نن ورځې په خبري ناسته کې وويل چې د کابل ښار د پول سوخته سيمه يې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له شتون پاکه کړې او کولى شي چې د يوې اونۍ په ترڅ کې په کابل ښار کې ټول روږدي کسان راټول کړي، خو د اړونده ارګانونو د نه همکارۍ او د دوى د درملنې د ظرفيت د نشتون له امله يې په دې برخه کې ګام نه دى پورته کړى.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د يو شمېر نورو سيمو سربېره په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي کسان د پول سوخته لاندې شپې او ورځې تېروي.

امنيه قوماندان وويل چې پول سوخته په تېرو ١٢ کلونو کې د نشه يي توکو د پېر او پلور تر ټولو لوى مرکز دى او له نن وروسته چې له يادې سيمې څخه ټول روږدي کسان شړل شوي، پوليس به دوى ته اجازه ورنه کړي چې تر دغه پول لاندې ژوند وکړي.

هغه زياته کړه، چې د روږدو کسانو له شتون څخه د کابل ښار د پاکولو کمپاين پيل شوى او پوليس به د کابل ښار په کومه سيمه کې دوى ته راغونډېدو اجازه ورنکړي.

دغه راز د هغه په وينا، پوليس به هيچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مړينې مراسم چې دوه کاله وړاندې په پاکستان کې وژل شوى، تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت اجراييه مشر او ملي امنيت رياست ويلي چې چا ته به د دا ډول مراسمو د تر سره کولو اجازه ورنه کړي او که چا دا ډول عمل تر سره کړ نو پلټنې به ترې وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.