ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال کمپبل: يوه ډله طالبان ښايي له داعش سره يوځاى شي

جنرال کمپبل: يوه ډله طالبان ښايي له داعش سره يوځاى شي

author avatar
5 Aug 2015 - 15:38
جنرال کمپبل: يوه ډله طالبان ښايي له داعش سره يوځاى شي
author avatar
5 Aug 2015 - 15:38

واشنګټن (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): په افغانستان کې د ناټو او ا مريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان کپمبل وايي، طالبان هېڅکله نه شي کولى افغان ځواکونو ته ماتې ورکړي.

جنرال کمپبل دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د بروکينګز په انسټيټيوټ کې د افغانستان د راتلونکي په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

هغه زياته کړې، طالبان يواځې د (بريد وکړه او وتښته) بريدونو ته ادامه ورکړې ده او د مخامخ جګړې توان نه لري.

د نوموړي په وينا، اوسمهال افغان ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ٩٥ سلنه عمليات پر مخ وړي او مسووليت لري، خو د دې تر څنګ يې زياته مرګ ژوبله هم ليدلې ده.

د ناټو دغه قوماندان ويلي چې ځوان پياوړو افغان سرتېرو وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړې او هغوى ته اجازه نه ورکوي، ولسوالۍ او لوى کلي تر ډېرې مودې په خپله ولکه کې وساتي.

خو جنرال کمپبل په افغان ځواکونو کې پر ډېرو غير حاضريو اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې يې له افغان حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دى وايي: ((په افغان ځواکونو کې ښې مشرتابه ته اړتيا ده، څو سرتېري په ليکو کې پاتې شي، خو د دوى په وفادارۍ کې هېڅ ډول شک نشته.

د نوموړي په وينا، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره امريکايي سرتېري مېشت دي، چې ډېر د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي.

د ناټو قوماندان ويلي چې د اوسني جګړه ييز موسم په پاى کې به په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د راتلونکي په اړه خپلې ارزونې خپلو مشرانو ته وړاندې کړي.

جنرال کمپبل د سولې او له پاکستان سره د اړيکو په برخو کې د ولسمشر غني هلې ځلې ستايي او وايي چې د دغو هلو ځلو په پايله کې د سولې لومړى پړاو خبرې وشوې.

د هغه په وينا، د طالبانو د مشر ملا عمر مړينه به د طالبانو په ليکو کې د بې اتفاقۍ لامل شي او په پايله کې به طالبان پر څو ډلو ووېشل شي.

د ناټو قوماندان وايي چې له دې سره به يوه ډله طالبان د سولې له پروسې سره او بله ډله به يې له داعش سره يو ځاى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.