ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه بريدونو د داعش او طالبانو ٥٦ وسله وال وژلي

د بې پيلوټه بريدونو د داعش او طالبانو ٥٦ وسله وال وژلي

author avatar
5 Aug 2015 - 08:54
د بې پيلوټه بريدونو د داعش او طالبانو ٥٦ وسله وال وژلي
author avatar
5 Aug 2015 - 08:54

جلال اباد (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په شپږو بې پيلوټه هوايي بريدونو کې د طالبانو او داعش ٥٦ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريدونه تېره ناوخته شوي دي.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو د دغه ولايت د هسکې مزنې ولسوالۍ د ګرګرې په سيمه کې د يادو وسله والو ډلو پر موټرو او غونډو هوايي بريدونه کړي دي.

د يادونې ده، د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګرګرې سيمه د وسله والو طالبانو له خوا د ولايت مقام سيمه هم ده.

د عبدالزي په وينا، په دغو بريدونو کې د طالبانو ٤٠ او د نوې راټوکېدلې ډلې ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند وايي چې د دغو بريدونو له امله د وسله والو مخالفينو څلور موټر هم له منځه تللي دي.

ده وويل چې په دې بې پيلوټه هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې د داعش وسله والې ډلې دوه قوماندانان هر يو بلال او معراج هم شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کېداى شي په دې جګړه کې د داعش د وژل شوو وسله والو شمېر ٢٥ تنو ورسېږي.

د محمد انور په نوم د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په دې سيمه کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښتې شوې دي.

دى وايي چې پرون په سيمه کې هوايي بريدونه شوي، خو دوى ته يې په اړه معلومات نشته.

يادو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.