ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ولايتي شورا ځينو وکيلانو دوه خبريالان وهلي

د غزني د ولايتي شورا ځينو وکيلانو دوه خبريالان وهلي

author avatar
5 Aug 2015 - 17:27
د غزني د ولايتي شورا ځينو وکيلانو دوه خبريالان وهلي
author avatar
5 Aug 2015 - 17:27

غزني ښار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۴): د غزني د ولايتي شورا يوه غړي او د یادې شورا د بل غړي سکرتر په دغه ولايت کې د خبريالانو د ټولنې مشر او يو بل خبريال وهلي دي.

د غزني د خبريالانو ټولنې مشر اسدالله جلالزي د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي محمدنعيم توحيدي او د يو بل وکيل سکرتر دى او د رڼا پروډکشن خبريال رحمت الله مرجانخېل وهلي دي.

هغه وايي، پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د مالستان اوسېدونکي ولايتي شورا ته راغلي وو او د دې ولسوالۍ د ځينو چارواکو د ناسمو کړنو په اړه يې خبريالانو ته اسناد ښودل.

جلالزي زياته کړه: ((کله چې ما غوښتل د دغو اسنادو عکس واخلم، خلکو کوم اعتراض نه درلود خو د ولایتي شورا یو وکیل توحیدي وویل چې تاسو عکس مه اخلئ او تاسې چا دلته راغوښتي یاست؟ ما ورته وويل چې موږ دلته پر خپل سر نه يو راغلي، راغوښتل شوي يو.))

جلالزى وايي چې تر دې خبرو وروسته د ولايتي شورا غړي توحيدى لومړى ورته سپکې سپورې وکړې او بيا يې وواهه.

د رڼا پروډکشن خبريال رحمت الله مرجانخېل وايي: ((کله چې ما غوښتل د جلالزي ملاتړ وکړم نو د ولايتي شورا د بل غړي غلام حسين چنګيز سکرتر راباندې رامنډه کړه او زه يې هم و وهلم.))

هغه وايي چې په شورا کې نورو استازو هم شتون درلود او هغوى هم خبريالان وګواښل.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع تاييدوي چې خبريالان د ولايتي شورا د غړو له لوري وهل شوي دي.

د هغه په وينا، د ولايتي شورا د غړو دغه کړنه د قانون خلاف ده بايد داسې يې نه واى کړي.

جامع زياته کړه: ((د غزني ولایتي شورا ته یو شمیر بې سواده او له قانونه ناخبره وکیلان راغلي دي حتې یو شمېر يې ټوپک سالاران هم دي.))

هغه د ولايتي شورا په استازيتوب له خبريالانو بښنه وغوښته.

جامع وايي، د خبريالانو تر څنګ ولاړ دى او د شورا کومو غړو چې خبريالان وهلي دي، بايد رسمي بښنه ترې وغواړي او دغه کړنه بايد بيا تکرار نه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.